Asset 1SWN

سلام وطندار

د فاسټ‌فوډ بازار؛ دودیزو خوړو سره د افغان ځوانانو لېوالتیا کمه شوې

mantoo-60647_1280-1024x682

افغانستان د بېلابېلو قومونو او فرهنګونو ګډ کور دی چې د مېلمستیا پرمهال یې، دودیز خواړه د دسترخوان ښکلا بلل کېږي. دا دودیز خواړه د هېواد د تاریخ، دود او رواجونو ترڅنګ د کورنیو ترمنځ د یووالي کیسه بیانوي.

خو د هېواد دودیزو خوړو ځای اوس چټک‌‌پخېدونکو یا تیارو او بهرنیو خوړو نیولی دی. په دې راپور کې یوشمېر مشرانو سلام‌وطندار ته ویلي چې ځوانان اوس د دودیزو خوړو پر ځای مدرن خواړه خوښوي.

د هغوی په وینا، د اړیکو پراخېدل، په ټولنیزو رسنیو کې د ځوانانو فعاله حضور او له بهرنیو کلتورونو سره بلدتیا د دې لامل شوې چې نوی نسل دودیزو خوړو ته کمه لېوالتیا وښيي او پر ځای یې مدرن خوړو لکه فسټ‌فودونو ته مخه کړي.

۵۸‌کلن احمدالله مددي چې د کابل اوسېدونکی دی او له ماشومتوبه تراوسه دودیز خواړه خوري، د خپلو خوړو د مینې په اړه په موسکا وایي: «زه شخصاً دودیزو خوړو ته ډېره ترجیح ورکوم، ښه دي؛ په دودیزو خوړو کې منتو، دلده او بېلابېل سبزي‌جات ډېر خوښوم او همدارنګه په سهار کې شیدې، پراته، قیماق وطني او د جلال‌اباد پنیر کاروم.»

خو هغه د ننني نسل د خوړو انتخابونو ته هم اشاره کوي او وایي: «اکثره ځوانان په کورنیو کې فسټ‌فود ته تر دودیزو خوړو ډېره علاقه لري او د دودیزو خوړو په اړه بېلابېل بهانې جوړوي؛ دوی چپس، ماګي او مکروني ډېر خوښوي، حال دا چې دا کومه ځانګړې ګټه نه لري.»

نوموړی زیاتوي چې د پخوا په پرتله د خلکو د خوړو ډولونه ډېر شوي دي، خو هم‌مهاله اقتصادي ستونزې هم زیاتې شوي؛ د هغه په وینا، د خوړو لګښتونه لوړ شوي او د ډېرو کورنیو لپاره د دې لګښت پوره کول ستونزمن دي.

هغه وایي: «د خوړو لګښتونه د پخوا په پرتله ډېر لوړ شوي دي؛ مخکې به زموږ په کور کې یو ډول خواړه پخېدل او ټول به یې یو ځای خوړل، یا به د مېلمه په راتګ سره لږ تنوع رامنځته کېده؛ خو اوس په داسې شرایطو کې د خوړو مېز تر ۱۵ ډولونو پورې رسېږي چې دا اکثره د مجبورۍ له امله وي؛ خلک حتی قرض اخلي، څو خپل مېز ښکلی وښيي او د ټولنیزې سیالۍ اړتیا پوره کړي.»

احمدالله یوازې هغه څوک نه‌دی چې د ځوانانو د فسټ‌فود خوړو له زیاتېدونکې علاقې یادونه کوي؛ بلکې د هېواد نور شمېر اوسېدونکي هم ورته نظر لري او په دې برخه کې ورته اندېښنې څرګندوي.

۵۰کلن محمداصف او ۴۰کلن محمدګل چې د کابل اوسېدونکي دي، وایي، دوی لاهم د دودیزو خوړو لکه سبزي‌چلو، شوروا، دلده او نورو محلي خوړو خوند او ځانګړی مزه ډېره خوښوي؛ خو په وروستیو کلونو کې ځوانان د دودیزو خوړو پرځای تیار او فسټ‌فود خوړو ته ډېره ترجیح ورکوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


محمداصف وايي: «فسټ‌فود او بهرني خواړه، مشروبات او وارداتي توکي د خوړو د تنوع په زیاتولو کې مهم رول لري. که څه هم د دودیزو خوړو ګټې د فسټ‌فود په پرتله ډېرې دي، خو زیاتره ځوانان بیا مدرن خواړه لکه برګر او شورمه خوښوي. شخصاً زه دودیز خواړه له پخوانیو رسمونو او رواجونو سره ډېر خوښوم او ترجیح ورکوم.»

محمدګل وايي: «په وروستیو شاوخوا شلو کلونو کې په دودیزو خوړو کې د پام وړ بدلون لیدل کېږي. شاوخوا ۲۰ یا ۳۰ کاله وړاندې زموږ دودیز خواړه لکه پیاوه تخم، چلو، شوربا ګنجشک او همدارنګه د کدو په څېر خواړه هغه څه وو چې په سیمه او چاپېریال کې به په اسانه موندل کېدل او ډېر استعمال به یې کېده؛ خو د وخت په تېرېدو سره ډېر بدلون راغلی او اوس مدرن خواړه د دودیزو خوړو ځای نیسي.»

۳۹کلنه فاطمه هم ټینګار کوي چې دودیز خواړه د افغان کلتور یوه مهمه برخه ده او که یې پر ځای فسټ‌فود زیات شي، د خلکو روغتیا ته به زیان ورسوي. د هغې په وینا، د دودیزو خوړو ساتنه د کلتوري هویت د ساتلو معنی لري.

هغې وویل: «دودیز خواړه زموږ کلتور دی او که د دې خوړو پر ځای مدرن خواړه وکارول شي، د خلکو روغتیا او صحت ته زیان رسېدای شي.»

په همدې حال کې ځینې ځوانان بیا وایي چې د ورځنیو بوختیاوو له امله فسټ‌فودونه د هغوی لپاره اسانه او عملي انتخاب دی. ۲۱ کلن افشین وایي چې فسټ‌فود ځکه غوره بولي چې ژر تیارېږي او په لږ وخت کې ترلاسه کېدای شي؛ حال دا چې دودیز خواړه ډېر وخت ته اړتیا لري.

هغه وایي: «زما په نظر فسټ‌فود ځکه ښه دی چې تیار وي او ډېر وخت نه غواړي؛ په ۵ تر ۱۰ دقیقو کې تیارېږي، خو دودیز خواړه بیا ډېر وخت اخلي او تر نیم ساعت یا تر دې هم زیات وخت ته اړتیا لري.»

سره له دې بدلونونو، لاهم د ټولنې یوشمېر مشران او اوسېدونکي هیله لري چې د نیکونو دودیز خواړه به خپل ارزښت وساتي؛ دوی باور لري چې دا خواړه نه یوازې د روغتیا له پلوه ګټور دي، بلکې د نسلونو ترمنځ د اړیکې، کلتوري هویت او ملي پېژندنې مهمه نښه هم ګڼل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام