لبنان او اسراییلو لس ورځنی اوربند اعلان کړ

اسراییل او لبنان د یوه دایمي امنیتي او سوله‌ییز تړون ته د خبرو د زمینې برابرولو لپاره د ۱۰ ورځو لپاره اوربند اعلان کړی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، دغه اوربند د امریکا پر وخت د ماښام په ۵ بجو پیلېږي، او هدف یې د تاوتریخوالي کمول او د دواړو خواوو ترمنځ د مستقیمو خبرو لپاره فضا جوړول دي.

ډونالډ ټرمپ: ښايي پاکستان ته سفر وکړم

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، کېدای شي له ايران سره د يوې هوکړې د نهايي کولو لپاره اسلام‌اباد ته سفر وکړي.

د فاکس نيوز د راپور له مخې، ټرمپ د پاکستان د مشرتابه ستاينه کړې او ويلي يې دي چې که دغه تړون په اسلام‌اباد کې لاسليک شي، نو امکان لري چې هغه دغه هېواد ته سفر وکړي.

د خوړو نړیوال پروګرام: سېلابونو افغانستان کې پراخ زیانونه اړولي

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وایي چې په افغانستان کې وروستیو سیلابونو خلکو، هستوګنیزو کورونو، کرنیزو ځمکو او بنسټیزو تاسیساتو ته پراخ زیانونه اړولي دي.

یاد سازمان په یوه راپور کې ویلي چې خوست کې د دوی له لوري جوړ شوی نږدې ۲۳۰متره محافظتي دېوال توانېدلی چې یوه مهمه لاره د سیلابونو له خطره وساتي.