اسراییل او لبنان د یوه دایمي امنیتي او سولهییز تړون ته د خبرو د زمینې برابرولو لپاره د ۱۰ ورځو لپاره اوربند اعلان کړی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، دغه اوربند د امریکا پر وخت د ماښام په ۵ بجو پیلېږي، او هدف یې د تاوتریخوالي کمول او د دواړو خواوو ترمنځ د مستقیمو خبرو لپاره فضا جوړول دي.
د راپور پر بنسټ، لبنان ژمنه کړې چې د دې مودې په جریان کې به د حزبالله او نورو غیر دولتي وسلهوالو ډلو له لوري پر اسراییلو هر ډول بریدونه ودروي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په تړون کې دا هم راغلي چې اسراییل به په دې ۱۰ ورځو کې په لبنان کې هېڅ تهاجمي پوځي عملیات نه کوي، خو که کوم بېړنی ګواښ رامنځته شي، د دفاعي اقدام حق به لري.
دواړو خواوو له امریکا غوښتنه کړې چې د راتلونکو خبرو په اسانه کولو کې، په ځانګړي ډول د ځمکنيو پولو د ټاکلو او پاتې شخړو د حل لپاره، خپل منځګړیتوب ته دوام ورکړي.