Asset 1SWN

سلام وطندار

له لبنان پر اسراییلو ۲۰ توغندي ویشتل شوي

missiletest

د اسراییلو «۱۲چینل» په نوم تلویزیوني شبکې راپور ورکړی چې نن سهار شاوخوا ۲۰ توغندي د لبنان له  سوېل څخه د اسراییلو شمالي سیمې، جلیل (ګالیلي) ته توغول شوي دي.

راپور زیاتوي چې د دغو توغندیو یوشمېر د اسراییلو د هوايي دفاعي سیستم له‌خوا شنډ شوي، خو ځینې نور په خلاصو سیمو کې لوېدلي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د بریدونو له امله د منارا او کریات شمونه په ښارونو کې د خطر زنګونه (سایرنونه) غږول شوي.

تر اوسه د احتمالي مرګ‌ژوبلې یا زیانونو په اړه رسمي معلومات نه‌دي خپاره شوي، خو وضعیت تر څار لاندې بلل شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام