Asset 1SWN

سلام وطندار

د چین استازي او سهیل شاهین لیدنه؛ پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې شوي

HIWBEjDWUAAJ2nP

د قطر دوحې کې د اسلامي امارت سفیر د چین استازي سره لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي.

دوحه کې د اسلامي امارت سفارت نن جمعه پر اېکسپاڼه لیکلي چې سهیل شاهین د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو‌شیایو یونګ او ورسره پلاوي سره لیدنه کې د افغانستان او چین ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو ترڅنګ، د افغانستان پر اوسني سیاسي وضعیت، سوداګریزو او اقتصادي موضوعاتو، له افغانستان سره د چین پر بشري مرستو او نورو اړوندو مسایلو خبرې شوي.

ورته وخت کې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي هم ویلي، د افغانستان او سیمې ترمنځ اړیکې د پراخېدو په حال کې دي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د چین ځانګړي استازي د قطر بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره هم لیدلي وو او د افغانستان او سیمې د تازه تحولاتو په اړه یې خبرې کړې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام