Asset 1SWN

سلام وطندار

د چاپېریال ساتنې ادارې مشر اذربايجان ته سفر کړی

HIVgppSagAAlRqx

د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي مشر مطیع‌الحق خالص د یوه پلاوي په مشرۍ نړیوال ښاري فورم (WUF13) کې د ګډون په موخه اذربايجان ته سفر کړی.

دغې ادارې نن جمعه د ثور ۲۵ / مې ۱۵ یوه اعلامیه کې ویلي چې مطیع‌الحق خالص به د اذربایجان باکو ښار کې د ملګرو ملتونو د بشري مېشت ځایونو پروګرام (UN-Habitat) له لوري جوړېدونکي دیارلسم نړیوال ښاري فورم (World Urban Forum – WUF13) کې ګډون وکړي.

دغه نړیوال فورم د نړۍ له مهمو نړیوالو ښاري او چاپېریالي غونډو څخه شمېرل کېږي چې په‌کې د بېلابېلو هېوادونو استازي، وزیران، ښاروالان، نړیوال بنسټونه، د اقلیم بدلون متخصصین او د ښاري پراختیا اړوند ادارې ګډون کوي.

ټاکل شوې چې د اسلامي امارت پلاوی یاد فورم کې د اقلیمي بدلون، ښاري چاپېریال ساتنې، دوامدارې پراختیا، د کثافاتو مدیریت، شنو ښارونو، د هوا ککړتیا مخنیوي او د ښاري مقاومت په تړاو بېلابېلو ناستو او تخنیکي بحثونو کې ګډون وکړي.

همداراز به د چاپېریال ساتنې ادارې مشر او ورسره پلاوی د دغه فورم په څنډه کې د یو شمېر نړیوالو ادارو، تمویلوونکو بنسټونو او د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره د چاپېریالي همکاریو، تخنیکي مرستو او ګډو پروګرامونو په اړه لیدنې او خبرې هم ترسره کړي.

د چاپېریال ساتنې عمومي اداره د دغه ډول نړیوالو فورمونو ګډون د افغانستان لپاره مهم بولي او باور لري چې دا به د نړیوالو تجربو د تبادلې، د اقلیمي او چاپېریالي همکاریو د پراختیا او د هېواد د ښاري او چاپېریالي ستونزو د حل په برخه کې ګټور تمام شي.

ټاکل شوې چې نړیوال ښاري فورم (WUF13) د ۲۰۲۶ کال د مې میاشتې له ۱۷مې تر ۲۲مې نېټې د اذربایجان په باکو ښار کې ترسره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام