د حوثي غورځنګ د حکومت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر، حسین العزي، خبرداری ورکړی چې که ډونالډ ټرمپ د سولې بهیر ته د خنډونو جوړولو ته دوام ورکړي، دوی ښايي د بابالمندب تنګی وتړي.
العزي په یوه بیان کې ویلي، که صنعا د دې ستراتیژیک تنګي د تړلو پرېکړه وکړي، «هېڅوک، نه انسان او نه پېریان به یې د بېرته پرانیستلو توان ولري.»
هغه زیاته کړې چې نړیواله ټولنه باید هغه تګلارې او کړنې پای ته ورسوي چې د سولې مخه نیسي او د یمن د خلکو حقونو ته درناوی وکړي.
بابالمندب تنګی د سور سمندر او عدن خلیج ترمنځ نښلونکې مهمه سمندري لاره ده چې نړیوال باروړونکي بېړۍ د سویس کانال پر لور رهبري کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا تنګی په خپل تر ټولو نري ځای کې شاوخوا ۲۹کیلومتره پلنوالی لري چې د بېړیو تګراتګ یوازې په دوو جلا لارو کې ممکنوي.
دغه لاره د نړۍ له مهمو سوداګریزو سمندري دهلیزونو څخه شمېرل کېږي، په ځانګړي ډول د خام تېلو او نورو سونتوکو د لېږد لپاره چې له خلیج سیمې څخه مدیترانې ته ځي او همدارنګه هغه توکي چې اسیا ته لېږدول کېږي.
د کارپوهانو په باور، که دا تنګی وتړل شي، نو د نړیوالې سوداګرۍ او د انرژۍ بازارونو باندې به پراخ اغېز وکړي.