د انټالیا د ډیپلوماسۍ د پنځم فورم په څنډه کې چې د نړیوالو او سیمهییزو مهمو ننګونو پر محور راڅرخي، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د ترکیې د سوداګرۍ له وزیر عمر بولات سره په لیدنه کې له دغه هېواده وغوښتل چې په افغانستان کې خپلې پانګونې لاپراخې کړي.
عزیزی په دې کتنه کې وویل چې افغانستان دامهال د صنعت، کانونو او کرنې په برخو کې د پانګونې لپاره پراخ فرصتونه لري او له ترکي پانګهوالو یې وغوښتل چې په ځانګړي ډول د درملو په سکتور کې پانګونه وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد وایي چې دواړو لورو د دوه اړخیز تجارت، د سوداګرۍ د کچې د لوړولو او په افغانستان کې د پانګونې د جلب لپاره پر شته ظرفیتونو خبرې کړې دي.
هغه وویل: «دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګرۍ، د هغې د پراختیا او په افغانستان کې د صنعت، کانونو او کرنې په برخو کې د پانګونې پر فرصتونو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.»
هغه زیاتوي چې د ترکیې د سوداګرۍ وزیر افغانستان ته بلنه ورکړې څو په هغو نندارتونونو کې ګډون وکړي چې په ترکیه کې جوړېږي. «په پای کې د ترکیې د سوداګرۍ وزیر له افغانستانه وغوښتل چې د دغه هېواد په ټولو نندارتونونو کې برخه واخلي.»
همداراز، د صنعت او سوداګرۍ وزیر له ترکیې وغوښتل چې د درملو د تولید په برخه کې په افغانستان کې پانګونه وکړي. «د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر له ترکیې وغوښتل چې د درملو په سکتور او تولید کې په افغانستان کې پانګونه وکړي.»
د انټالیا د ډیپلوماسۍ پنځم فورم چې له پرون راهیسې پیل شوی، ټاکل شوې تر سبا یکشنبې دوام وکړي. په دې غونډه کې د نړیوالو او سیمهییزو کړکېچونو د مدیریت په برخه کې د هېوادونو پر فعال رول ټینګار شوی دی.
په همدې ناسته کې افغانستان د بېلګې په توګه یاد شوی او ویل شوي چې د افغانستان انزوا د حل لار نه ده، بلکې باید له دې هېواد سره د تعامل او خبرو اترو لارې پرانیستې وساتل شي.
په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو پر دوامدار بندښت هم نیوکه کړې او دا یې د خلکو پر ژوند منفي اغېز بللی. نوموړي همداراز د نړیوالو او سیمهییزو ستونزو د حل په برخه کې د ترکیې له هڅو مننه کړې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اقتصادي شنونکي باور لري چې ترکیه کولای شي افغانستان له سیمې او اروپا سره د نښلولو لپاره یو مهم مسیر وي. د اقتصادي چارو شنونکي امیدالله قاسمزی او جان آقا نوید وایي، که نړیوال بندیزونه او د زېربناوو ستونزې هوارې شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري لا پراخېدای شي.
نوموړي وویل: «د دې هېواد سره د اړیکو پیاوړتیا کولای شي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اعتبار لوړ کړي، د اړتیا وړ توکو برابرولو کې مرسته وکړي او د وچې مېوې لپاره ښه بازار رامنځته کړي. خو بانکي او اقتصادي بندیزونه لا هم خنډ دي، چې که لرې شي، سوداګري به لا پراخه شي.»
جان اقا نوید وویل: «ترکیه یو هېواد دی چې هم په اسیا او هم په اروپا کې موقعیت لري او کولای شي افغانستان له اروپا سره ونښلوي. د درملو په تولید کې لوړ کیفیت لري او پانګونې ته لېواله ده. د لاجوردو لار هم کولای شي افغانستان له ترکیې او اروپایي هېوادونو سره ونښلوي، خو د ټرانسپورټ او زېربناوو ستونزې باید حل شي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، دامهال د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۱۵۰ میلیونو ډالرو زیاته ده، چې له دې ډلې ۴۶ میلیونه ډالره صادرات او ۱۰۴ میلیونه ډالره واردات دي.
د یاد وزارت په وینا، افغانستان ترکیې ته بادام، د غوا پوستکي، غالۍ، کشمش، زیره، پنبه، درملیز نباتات او تالک ډبره صادروي؛ او په بدل کې له ترکیې څخه درمل، شامپو، غالۍ، د موټرو پرزې، پلاستیکي فوم او چاکلېټ واردوي.