Asset 1SWN

کابل کې د ترکیې او افغانستان د دوستۍ ۱۰۳مه کلیزه ونمانځل شوه

IMG-20240307-WA0015-qkvdfq311hta1vrbs9iccp6t39mexjkbjfni0m1keg

د افغانستان او ترکیې د دوستۍ ۱۰۳مې کلیزې سره هم‌مهاله د ترکیې د فارغ‌التحصیلانو ټولنې، د ترکیې پوهنې بنسټ په همکاري او د ټېکا دفتر، په کابل کې د دواړو هېوادونو د دوستۍ تړون د لاسلیک‌کېدو ۱۰۳مې کلیزه ونمانځله.

کابل کې د ترکیې سفیر جنک اونال، افغانستان کې د ترکیې پوهنې بنسټ رییس احمدتوکور، او د ټېکا دفتر همغږی کوونکی اکین اردوغان او یو‌شمېر چارواکو، فرهنګ‌پالو او زده‌کوونکو په دې مراسمو کې ګډون کړی وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ترکیې سفیر د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ پر دوستۍ ټينګار کړی او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ملګرتیا اوږده مخینه لري او په وینا یې، که څه هم افغانستان لومړۍ نړیواله جګړه کې بې‌پرې پاتې شوی و، خو بیا یې هم د عثماني امپراطورۍ څخه د دفاع لپاره جګړې ته خپل ځوانان ورولېږي. همداراز افغانستان لومړنی هېواد و چې د ترکیې جمهوري حکومت له رامنځته کېدو وروسته یې دې هېواد ته مبارکي ورکړې.

هغه وویل: «د افغانستان او ترکیې معاصرې اړیکې عثماني امپراطورۍ ته ورګرځي. افغانستان که څه هم لومړۍ نړیواله جګړه کې بې‌طرف و، خو بیا هم د عثماني امپراطورۍ څخه دفاع لپاره ځوانان جګړې ته لېږلي وو. کله چې د ترکیې د خپلواکۍ جګړه پای‌ته ورسېده او جمهوریت رامنځته شو. افغانستان لومړی هېواد وو چې مبارکي یې ورکړه.»

په یادو مراسمو کې ګډون‌کوونکو په افغانستان کې د پوهنې او زده‌کړو برخو کې د ترکیې فعالیتونه وستایل او د دوام غوښتنه یې وکړه.

د یاد پروګرام یوې ګډون‌کوونکې ثنا وویل: «ترکیې د نجونو لپاره ډېر فعالیتونه کړي او دې وروستیو کې یې د نجونو ځانګړي ټولګي د ټېکا دفتر له لوري د بشري سرچینو او د ژبو ټولګي په وړیا توګه رامنځته کړي دي.»

کابل کې د ټېکا همغږی کوونکی فاضل اکین اردوغان وايي چې ټېکا بېلابېلو برخو کې فعالیتونه لري او هوډ لري چې نږدې راتلونکې کې افغانستان کې د نجونو او مېرمنو لپاره مسلکي ټولګي رامنځته کړي.

هغه وویل: «لکه څنګه چې پوهېږئ، ټېکا بېلابېلو برخو کې فعالیت لري، نجونو او مېرمنو ته نږدې ورځو کې د مسلکي زده‌کړو ځانګړي ټولګي په پام کې لرو، ځکه پوهېږئ، هر انسان چې مسلک سره مینه لري، په هېواد کې په ارامه توګه ژوند کولای شي.»

ترکیه له افغانستان سره د نږدې اړیکو ترڅنګ، په وروستیو کلونو کې، اداري، پوځي، فرهنګي، ښوونې او روغتیا برخو کې افغانستان سره مرسته او همکاري کړي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

۱۰۳ کاله وړاندې د ۱۹۲۱کال د مارچ پر لومړۍ نېټه د شاه امان‌خان او د مصطفی کمال اتاتورک په مشري د افغانستان او ترکیې د استازیو ترمنځ په روسیه کې د یووالي او هم‌کاري هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام