Asset 1SWN

اردوغان له اېلن ماسک ترکیه کې د «ټسلا کمپنۍ» د جوړېدو غوښتنه کړې

104835616-GettyImages-871649738r-musk-turkey

د ترکیې ولسمشر رجیب طیب اردوغان د «ټسلا موټرو» جوړولو کمپنۍ له خاوند اېلن ماسک څخه غوښتنه کړې چې دغه هېواد کې دې د یادې کمپنۍ یوه څانګه پرانیزي.

د ترکیې دولتي اژانس انادولو پرون یکشنبه د سپټمبر ۱۷مه پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې اردوغان له اېلن ماسک دغه غوښتنه نیویارک کې د یوې غونډې پر مهال کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ترکیې ولسمشر رجیب طیب اردوغان د ملګروملتونو د ۷۸مې کلنۍ غونډه کې د ګډون په موخه د امریکا نیویارک ښار ته تللی دی.

تراوسه د ټسلا کمپنۍ خاوند او امریکا کې د ترکیې سفارت د ولسمشر رجب طیب اردوغان دې غوښتنې ته په سمدستي توګه څه نه دي ویلي.

د ټسلا کمپنۍ مالک اېلن ماسک د روان کال په مې میاشت کې ویلي و چې د یادې کمپنۍ د یوې نوې څانګې د پرانېستلو لپاره د ځای په لټه کې دی.

ټسلا د روان ۲۰۲۳ کال په اګسټ میاشت کې د خپلو ارزان بیه برښنايي موټرو د تولید یوه کمپنۍ هند کې جوړه کړه. د موټرو جوړولو ټسلا کمپنۍ دا مهال نړۍ کې شپږ څانګې لري او ټاکل شوې چې خپله اوومه څانګه په مکسیکو کې پرانیزي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د برښنايي موټرو جوړولو دې کمپنۍ د روانې اوونۍ د شنبې پر ورځ اعلان وکړ چې روان کال یې ترې دې مهاله څه باندې پنځه میلیونه موټر پلورلې دي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام