د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو رییس قاري محمد رحيم نصرت وايي، تېره ورځ د دغه رياست د حرفوي زدهکړو له مرکز څخه ۱۶۰ ځوانان له شپږ میاشتنیو زدهکړو فارغ شول.
هغه وويل، ياد زدهکوونکو ته په څلورو برخو نجاري، فلز کاري، موبايل ترميم او برښنا کې شپږ میاشتنۍ زدهکړې ورکړل شوي.
نوموړي ډاډ څرګند کړ چې نږدې راتلونکې کې به هم نور ځوانان د حرفوي زدهکړو لپاره جذب کړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستيال مولوي محمد ذاهد هم د یادو ځوانانو د فراغت غونډې ته ویلي، تیر کال یې شاوخوا ۴۰ زره ځوانانو ته په بیلابیلو برخو کې د کار زمینه برابره کړې او دا شمیره به روان کال لا زیاته شي.
هغه زياته کړه هڅه کوي چې په کور د ننه او بهر کې هم افغان مسلکي ځوانانو ته کارې فرصتونه برابر کړي څو د بې کارۍ کچه را ټیټه شي.
د ده په وینا، نږدې موده کې به پکتیا کې د روږدو کسانو لپاره هم د سویل ختیځ زون په کچه د حرفوي زدهکړو یو لوی مرکز پرانيزي، څو پهکې یاد کسان بیلابیلې حرفوي زدهکړې وکړي.
له حرفوي زدهکړو فارغ ځوانان خوښ دیچې د خپلې خوښې په برخه کې مسلکي زدهکړې ترلاسه کړي او غوښتنه يې وکړه چې د کاري وسایلو په ورکړه کې دې ورسره همکاري وشي، څو ځان ته د کوچنیو کارونو زمینې برابرې کړي.