د هلمند مرکز لښکرګاه ښار اړوند «بُستکلا» سیمه کې امنیتي ځواکونو ۱۰ کسان هغه مهال نیولي چې د یوې تاریخي سیمې په ناقانونه کیندنه بوخت وو.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ عبدالباري راشد وویل، نیول شویو کسانو تېره شپه د «شهزاده حسین مقبرې» تاریخي ساحه کې د اثارو د موندلو په نیت د شننې او کیندنې هڅه کوله.
د هغه په وینا، له دغو کسانو سره کلنګ او بېلچې هم ترلاسه شوي.
ښاغلي راشد زیاته کړه چې نیول شوي کسان به تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
هغه ټینګار وکړ چې هېڅچاته به اجازه ورنه کړي چې په تاریخي سیمو کې لاسوهنه یا غصب کړي.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست له ټولو هلمند مېشتو غوښتنه کړې چې د تاریخي سیمو په ساتنه کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي او که څوک د دغو سیمو د زیانمنولو هڅه کوي، ژر تر ژره دې اړوندو ادارو ته خبر ورکړي.