Asset 1SWN

سلام وطندار

کابل کې د غېږ نیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

Untitled-1

د کوروش، سامبو او دودیزې غېږنیونې درې ورځنۍ نړیوالې سیالۍ نن کابل کې د افغانستان په کوربتوب د اوزبیکستان، قرغیزستان، ایران، ترکیې، تاجیکستان او ترکمنستان د ۱۶۰ ورزشکارانو په ګډون پیل شوې.

د افغانستان د کوروش، سامبو او دودیزې غېږنیونې فدراسیون رئیس، سید محمود ضیا دشتي، د دغو سیالیو د پرانیستې پر مهال وویل، د دې سیالیو موخه په سیمه کې د ورزشي څانګو وده او پراختیا ده.

په همدې حال کې، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د دغو سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې وویل، افغانستان غواړي له سیمې هېوادونو سره په سیاسي، سوداګریزو او ورزشي برخو کې همکارۍ پراخې کړي.

یو شمېر ګډونوال ورزشکاران وایي، دا سیالۍ د سیمې په کچه په مسلکي ډول تنظیم شوي.

د دغو سیالیو په لومړۍ ورځ، د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه سلګونه د غېږنیونې مینه‌وال هم کابل ته راغلي، څو د خپلو خوښې ټیمونو ملاتړ وکړي.

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ملي کمېټې مسوولان وایي، د افغانستان ورزشکارانو په تېرو څو کلونو کې د بېلابېلو نړیوالو سیالیو څخه له ۴۰۰ څخه زیات مډالونه ګټلي دي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام