په تلابیب کې زرګونو کسانو د شنبې په شپه د بنیامین نتنیاهو او د هغه د حکومت پر ضد لاریون وکړ.
یوې معترضې، رافایل پنینا الجزیرې خبري شبکې ته ویلي چې هره اوونۍ دې اعتراضونو ته راځي او باور لري چې نتنیاهو «زموږ ټولنه له دننه ویجاړوي» او د اسراییلو اړیکې له اروپايي هېوادونو او امریکا سره هم خرابوي.
هغې زیاته کړه: «خلک دلته غوښتنه کوي چې دا حکومت او راتلونکی حکومت دې د اکتوبر اوومې پېښې او له هغې وروسته حالاتو په اړه څېړنه وکړي، ځکه موږ ټول د ځوابونو مستحق یو.»
یو بل معترض او ټولنیز فعال، ليهوفمن اګیو ویلي چې نوموړي د هغو کورنیو د ملاتړ لپاره ګډون کړی چې د اکتوبر اوومې راهیسې یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
همداراز، حایم تریواکس الجزیرې ته ویلي چې اسراییلو په لبنان او ایران کې د جګړو په پیل کې تېروتنې کړي او ادعا یې وکړه چې نتنیاهو دا کار «د هېواد لپاره نه، بلکې له زندان څخه د تېښتې لپاره» کوي.
په اسراییلو کې دغه اعتراضونه داسې مهال راپورته شوي چې اسراییلو پر ایران له بریدونو وروسته، دامهال لبنان کې د حزبالله ډلې پر مرکزونو پراخ بریدونه کوي او دغه هېواد کې یې، ځمکني عملیات هم روان دي.
اسراییلو کې سربېره د نړۍ ګڼو هېوادونو کې د اسراییلو د بریدونو پرضد لاریونونه شوي او حکومتونه یې اړ کړي چې له اسراییلو سره خپلې اړېکې پرې یا ټیتې کچې ته ورسوي.