د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې مسوولان وایي، د سرخاب ذخیروي بند له کلونو ځنډ وروسته په بشپړه توګه له اوبو ډک شوی او د لومړي ځل لپاره یې اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره پرچاو شوی دي.
د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې رییس ملامحمد اسماعیل اخندزاده خبریالانو ته وویل، دغه بند د شاوخوا ۹ میلیونه مترمکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري چې د شاوخوا ۲۰زره جریبه کرنیزو ځمکو د خړوبولو تر څنګ به د سیمې د اوسېدونکو د اوبو کمښت ستونزه هم تر یوه بریده هواره کړي.
د سرخاب سیمې یو اوسېدونکي محمداجمل سلاموطندار ته وویل، په تېرو کلونو کې د وچکالۍ له امله د سیمې خلک، په ځانګړي ډول بزګران، له جدي ستونزو او ان د اوبو پر سر له شخړو سره مخ وو.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هغه په وینا، د سرخاب بند له ډکېدو سره به د اوبو کمښت ستونزه تر ډېره حل شي او کرنیز فعالیتونه به هم پراخ شي.
بل اوسېدونکي کریمالله سلاموطندار ته وویل، د سرخاب بند سیمه د سیاحت او تفریح لپاره هم مناسب ځای دی او هر کال د بېلابېلو ولایتونو خلک د دې سیمې د ښکلي طبیعت او هوا د لیدو لپاره ورځي.
نوموړي له اړوندو ادارو وغوښتل چې د سیلانیانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او د تفریح لپاره کښتۍ هم چمتو کړي.