Asset 1SWN

سلام وطندار

ایران: له هرمز تنګي د امریکا او اسراییلو له کښتیو پرته نورې تګ‌راتګ کولی شي

21-_17-4_am_chieu_iran_0

د ایران چارواکو اعلان کړی چې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو پر تېرېدو به دودیز فیسونه نه لګول کېږي، خو د دې لارې د امنیت په نوم د نوو لګښتونو طرحه چمتو کېږي.

د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېټې ویاند ابراهیم رضايي ویلي چې ټولې کښتۍ به یوازې د ایراني چارواکو له مخکنۍ همغږۍ وروسته له تنګي تېرېږي. د هغه په وینا، دا اقدام د سیمې د امنیت د ټینګښت لپاره اړین بلل شوی دی.

نوموړي ټینګار کړی چې د دښمنو هېوادونو پوځي کښتۍ، په ځانګړي ډول د امریکا او اسراییلو اړوند، ته به د تېرېدو اجازه ورنه کړل شي. هغه زیاته کړه چې «ملګرې کښتۍ» کولای شي د مخکېني تفاهم پربنسټ تګ‌راتګ وکړي.

رضایي همداراز ویلي چې ایران د تنګي د مدیریت او امنیت په برخه کې د امریکا هر ډول رول ردوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا، د ایران یو بل چارواکي محمود نباویان څرګنده کړې چې ځینې سوداګریزې کښتۍ به د ټاکل شویو فیسونو په بدل کې د تېرېدو اجازه ولري. هغه دا موضوع په لبنان کې د وروستي اوربند له وضعیت سره تړلې بللې ده.

په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا اړیکه رد کړې او ویلي یې دي چې د لبنان اوربند او د هرمز تنګي وضعیت یو له بل سره تړاو نه‌لري.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګي په اړه دغه وروستي پرمختګونه کولای شي پر نړیوالو سوداګریزو لارو او د انرژۍ پر بازارونو پراخ اغېز ولري، ځکه دا تنګی د نړۍ د نفتو د لېږد یو له مهمو مسیرونو څخه شمېرل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام