Asset 1SWN

ایران د جاسوسۍ په تور دوه کسان اعدام کړي

WdeYSFO1KlSiunwmpFQOMQLQvi0T3E85zlsKllMX

د ایران قضايي چارواکو اعلان کړی چې دوه کسان یې، د اسراییلو د استخباراتي ادارې «موساد» سره د همکارۍ او د هېواد دننه د بریدونو د پلانولو په تور، اعدام کړي دي.

د قضايي قوې اړوند خبري اژانس میزان راپور ورکړی، دغه کسان چې محمدمعصوم شاهي او حامدولیدي نومېدل، د یوه جاسوسي شبکې غړي ګڼل کېدل چې له موساد سره یې اړیکې لرلې.

راپور زیاتوي چې دوی بهر کې روزنه هم ترلاسه کړې وه.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د چارواکو په وینا، پر دغو کسانو «د خدای پر وړاندې دښمني» او له دښمنو ډلو سره د همکارۍ تورونه لګېدلي وو. د دوی د اعدام حکم د سترې محکمې له‌خوا هم تایید شوی و او وروسته عملي شو.

ایراني چارواکي ټینګار کوي چې د هېواد د امنیت پر وړاندې هر ډول ګواښ به په جدي توګه وڅېړل شي او عاملان به یې د قانون له مخې سخته سزا وویني.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام