Asset 1SWN

سلام وطندار

د اسراییلو بریدونه؛ لوېدیځه غاړه کې ۱۱۵۱ فلسطینیان شهیدان شوي

75M6Z262BROZNIUV3QU7MBHCYA

په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د اسراییلي ځواکونو او مېشتو له لوري د بریدونو له امله د شهید شویو فلسطینیانو شمېر ۱۱۵۱ کسانو ته رسېدلی او تر ۱۱,۸۸۵ ډېر نور ټپیان شوي دي.

راپورونه وایي، دا پېښې د هغې جګړې له پیل راهیسې زیاتې شوي چې د ۲۰۲۳کال د اکتوبر په میاشت کې د غزې پر ضد پیل شوې وه.

په همدې موده کې، له ۲۳زرو څخه زیات فلسطینیان نیول شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د معلوماتو له مخې، د اپرېل تر لومړۍ نېټې پورې لږترلږه ۹,۵۶۰ فلسطینیان د اسراییلو په زندانونو کې ساتل کېږي چې له دې ډلې ۳,۵۳۲ کسان پرته له کوم رسمي تور څخه بندیان دي.

د بشري حقونو فعالان وایي چې دا وضعیت د سیمې بشري بحران لا ژور کړی او د نړیوالو د پام غوښتنه یې کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام