Asset 1SWN

سلام وطندار

پنجشېر کې د قطار په ډول د غنمو کرل؛ د معیاري کرنې پر لور ګام

01 (1)

د پنجشېر په بېلابېلو ولسوالیو کې په شاوخوا ۱۵ جریبه ځمکه د قطار په ډول غنم کرل شوي.

دغه اقدام د دې ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا د معیاري کرنیزو لارو د ترویج او د حاصلاتو د زیاتوالي په موخه اوچت شوی.

قطاري کرنه هغه طریقه ده چې په کې تخمونه په منظم ډول او په ټاکلو کرښو کرل کېږي؛ هغه میتود چې د کارپوهانو په باور کولی شي د سرچینو کارونه اغېزمنه کړي او د نبات د ښې ودې زمینه برابره کړي.

پنجشېر کې یو شمېر بزګران ټینګار کوي چې د قطار په ډول د غنمو کرل کولی شي د اوبو مصرف راکم، حاصلات زیات او د کرنې مدیریت اسانه کړي.

د عناب ولسوالۍ بزګر احمد سیر چې په دغه پروګرام کې برخه لري، وایي: «یوه ګټه یې دا ده چې اوبو ته لږه اړتیا لري، حاصل یې زیات وي او د دودیزو لارو په پرتله ډېر مقاومت لري. د افتونو او ناروغیو کنټرول هم په دې ډول قطاري کرنه کې ډېر اسانه دی، ځکه بزګران کولی شي ښه ګټه تر لاسه کړي او له دې طریقې څخه استفاده وکړي.»

پنجشېر کې بل بزګر کرام‌الدین چې په شاوخوا یو جریب ځمکه یې د قطار په ډول غنم کرلي وايي، دا طریقه نه یوازې د غنمو د ښې ودې لامل شوې، بلکې د اوبو مصرف هم کم شوی.

د هغه په خبره، د دودیزې کرنې په پرتله د هر جریب ځمکې حاصل زیات شوی او د محصول کیفیت هم ښه شوی دی.

«نږدې یو جریب ځمکه مو په قطار ډول د غنمو کرلو لپاره ځانګړې کړې. د حاصلاتو د راټولولو، د هرزه بوټو د کنټرول، د اوبو او کیمیاوي سرې د مصرف له اړخه ډېره اغېزمنه تمامېږي. د پنجشېر د کرنې ریاست څخه مو غوښتنه دا ده چې دغه ډول کرنه نوره هم ترویج کړي، څو زموږ بزګران له دودیزو لارو څخه ووځي.»

سره له دې ګټو، ځینې بزګران د دې طریقې د لومړنیو لګښتونو یادونه کوي.

هغوی وايي چې د اړینو وسایلو برابرول، لکه د کښت کرښو لپاره وسایل یا لومړني تجهیزات او همدارنګه د زده‌کړې اړتیا، په پیل کې ورته یو څه ستونزمنه وه.

د کرنې برخې کارپوهان د قطار په ډول د غنمو کرل یوه علمي او اغېزمنه طریقه بولي چې کولی شي د هېواد د کرنې د وضعیت په ښه‌والي کې مهم رول ولوبوي.

د کرنې کارپوه ډاکټر احمد زبیر قاضي‌زاده وایي: «په عمومي ډول، په قطاري کرنه کې د نباتاتو ترمنځ سیالي کمه وي، ځکه چې رڼا په مساوي ډول د بوټو ترمنځ وېشل کېږي. د تخم په کارونه کې سپما کېږي، د سرې مصرف کمېږي او د هرزه بوټو کنټرول هم په ښه توګه ترسره کېږي.»

د نوموړي په خبره، دا طریقه نه یوازې د تولید کمیت زیاتوي، بلکې د غنمو کیفیت هم ښه کوي؛ هغه څه چې کولی شي د خوړو د خوندیتوب په تامین کې مهم رول ولري.

د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس قاري فضل‌الله دیوبند هم وايي: «دغه پروګرام د کرنې د نویو میتودونو د پلي کولو، د حاصلاتو د زیاتوالي، د اوبو او سرې د اغېزمن استعمال او د بزګرانو د ظرفیت لوړولو په موخه پیل شوی. په تطبیق شویو ټوټو کې د نباتاتو ښه وده، د تخم د ضایعاتو کموالی او په حاصلاتو کې نسبي زیاتوالی لیدل کیږي. د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست پلان لري چې که ملاتړ دوام وکړي او لازم امکانات برابر شي، دا طریقه نورو ولسوالیو ته هم وغځوي چې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو په کمولو کې مهم رول لوبوي.»

په ټوله کې، په دودیز ډول د غنمو کرل تل له یو شمېر ستونزو سره مخ وي، لکه د اوبو زیات مصرف، د تخم بې‌نظمه وېش، د نباتاتو ناانډوله وده، د هرزه بوټو د کنټرول ستونزې او د حاصلاتو کموالی.

خو اوس هیله‌مندي زیاته شوې چې د بزګرانو له لوري د قطاري کرنې پر لور د لا ډېرې پاملرنې سره، په هېواد کې د تولید د ښه‌والي، د سرچینو د اغېزمن استعمال او د اقلیمي بدلونونو سره د لا ښه تطابق زمینه برابره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام