Asset 1SWN

سلام وطندار

اسراییل اوربند راهیسې لبنان کې تر ۱۱۰۰ زیات هدفونه په نښه کړي

لبنان بریدونه اسراییل

د اسراییل پوځ ویلي چې له اوربند راهیسې یې لبنان کې د حزب‌الله له ۱۱۰۰ څخه په زیاتو هدفونو بریدونه کړي.

د اسراییل پوځ ادعا کړې چې دغو هوايي بریدونو کې د حزب الله شاوخوا ۳۵۰ غړي وژل شوي.

الجزیرې شبکې نن سه‌شنبه راپور ورکړی چې د اسراییل جنګي الوتکو لبنان کې د حزب‌الله د وسلو ډیپوګانې او نورې زیربناوې هم ویجاړې کړي.

د یادونې ده چې د لبنان او اسراییل ترمنځ د اپریل له ۱۶مې راهیسې یوازې تش په نوم “اوربند” شوی، اسراییل هره ورځ بریدونه کوي او حزبډالله یې هم ځواب ورکوي.

د راپورونو پر بنسټ، له هغه وخت راهیسې چې اسراییل د مارچ په دویمه نیټه د لبنان پر وړاندې جګړه پیل کړې، لږترلږه ۲۸۴۶ لبناني وګړي وژل شوي او له یو میلیون څخه ډېر نور له خپلو سیمو بېځایه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام