Asset 1SWN

سلام وطندار

زېلېنسکي: شل هېوادونه زموږ ډرون اخیستلو ته لېواله دي

PKG642 Russia. 13th Sep, 2018. TRANSBAIKAL TERRITORY, RUSSIA - SEPTEMBER 13, 2018: Orlan-10 unmanned aerial vehicles take part in the main stage of the Vostok 2018 military exercise held jointly by the Russian Armed Forces and the Chinese People's Liberation Army at the Tsugol range. Vadim Savitsky/Russian Defence Ministry Press Office/TASS Credit: ITAR-TASS News Agency/Alamy Live News

د اوکراین ولسمشر ولودېمېر زېلېنسکي وايي چې شاوخوا شل هېوادونه له اوکراین سره د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرونونو) د همکاریو تړونونو ته لېوالتیا لري او تراوسه څلور تړونونه هم لاسلیک شوي دي.

د «رویټرز» خبري اژانس د راپور له مخې، د جګړې له پیل راهیسې زېلېنسکي توانېدلی چې د اوکراین د ډرون جګړې تجربه د خپلو سفرونو او ډیپلوماتیکو اړیکو له لارې د منځني ختیځ او اروپا له ګڼو هېوادونو سره په همکاریو بدله کړي.

زېلېنسکي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «اوس مهال شاوخوا شل هېوادونه د دې بهیر په بېلابېلو پړاوونو کې ګډون لري. تر دې دمه څلور هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي او د دغو تړونونو په چوکاټ کې لومړني قراردادونه د چمتو‌کېدو په حال کې دي.»

اوکراین د اپرېل په میاشت کې له جرمني، ناروې او هالنډ سره د دفاعي او ډرون همکاریو تړونونه لاسلیک کړل. تر دې مخکې د مارچ په وروستیو کې اوکراین له سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو سره اوږدمهاله امنیتي مشارکتونه جوړ کړي وو.

اوکراین تېره میاشت د اذربایجان له ولسمشر الهام علي‌اوف سره هم د دفاع او انرژۍ په برخو کې تړونونه لاسلیک کړل.

زېلېنسکي په خپل پیغام کې زیاته کړه چې اوکراین غواړي د ډرون تړونونو له لارې د نړۍ له یوې بلې سیمې سره هم امنیتي همکارۍ پیل کړي، خو دا یې روښانه نه‌کړه چې کومې سیمې ته اشاره کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام