Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتیا کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې پیل شوې

IMG-20260512-WA0008

د پکتيا د اوبو او انرژي رياست له لوري نن سه‌شنبه، غويي ۲۲مه، د ګردېز ښار اړوند دوه کلیو کې د دوو رغنيزو پروژو چارې پيل شوې.  

د پکتيا د اوبو او انرژي رياست سلاکار فضل الرحیم رحيمي د يادو پروژو د چارو پيل مراسمو کې وويل په دغو پروژو کې لومړنۍ یې د مرکز ګردېز اړوند نورالدین بابا کلي کې ګبیني دیوال ده چې ۴۶۴ متره اوږدوالی او ۴ څلور متره سور لري.

همداشان دویمه پروژه هم په ياده سيمه کې د ۲۷۶ مترو په اوږدالي استنادي دیوال دی چې په جوړیدو سره به یې زرګونه کورنۍ او کرنیزي ځمکې د سیلابي اوبو له خطرونو خوندي شي.

هغه وويل يادې دوه پروژې د اوبو او انرژي رياست لخوا په حکومتي بوديجه جوړيږي.

د سیمې اوسېدونکي هم د یادو پروژو چارو پيل باندې خوښي څرګندوي او وايي چې پخوا به يې سیلاب راوتو پرمهال ډېری کرنيزې ځمکې او کورونه زيانمنيدل، خو د دې دوه پروژو په پلي‌کیدو سره  به یې ځمکې او کورونه د سیلاب اوبو خطر څخه خوندي شي.

د نورالدين بابا کلي يوه اوسيدونکي تاج محمد وويل چې ډیری نور کليو کې هم د خوړونو په غاړو ډيری کورونه او ځمکې شته چې سيلابونو راوتو پر مهال زيانمنيږي.

هغه غوښتنه وکړه چې په يادو سيمو کې دې هم ورته پروژې پلې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام