د نرسانو له نړیوالې ورځې سره هممهاله، د کابل په روغتونونو کې یوشمېر نرسان د نرسنګ د پرسونل له کمښت، اقتصادي ستونزو او کاري محدودیتونو اندېښنه لري.
دوی وایي، په ځینو روغتونونو کې د نرسانو کمښت د دې لامل شوی چې ناروغان پر وخت روغتیايي پاملرنه او درملنه ترلاسه نهکړي.
پلوشه افضلي چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د کابل په یوه خصوصي روغتون کې د نرسې په توګه کار کوي، وایي: «تر ټولو مهمې ستونزې چې موږ ورسره مخ یو، د خلکو د پوهاوي ټیټه کچه، د نرسانو د پرسونل کمښت، او له روغتیايي کارکوونکو سره ناسم چلند دی. زموږ معاشونه هم ډېر لوړ نه دي، خو د اوسنیو شرایطو له مخې ښه ګڼل کېږي. د پرسونل د کمښت له امله موږ نه شو کولای ناروغانو ته سمه پاملرنه وکړو، او له دې سره د هغوی له ناسم چلند سره هم مخ کېږو.»
نیلوفر سیفيزاده چې د کابل په یوه خصوصي روغتون کې د نرسې په توګه کار کوي، وايي، نرسانو لپاره کاري فرصتونه کم دي. «معاشونه دومره نهدي، یوازې ژوند پرې چلوو، د محدودیتونو له کبله روغتونونو کې ښځو ته کاري فرصتونه کم دي.»
اروپایي ټولنې د نرسانو د نړیوالې ورځې په مناسبت ټینګار کړی چې ښځې د افغانستان د روغتیايي ځواک مهمه برخه جوړوي او د انسانانو د ژغورنې په برخه کې مهم رول لري. دې بنسټ په اېکس کې لیکلي چې په افغانستان کې د نرسانو د زدهکړو او مسلکي ودې ملاتړ کوي.
بل لور ته، یوشمېر کارپوهان د روغتیايي خدمتونو د پر وخت او باکیفیته وړاندې کولو او د میندو او ماشومانو د مړینې د کچې د کمولو لپاره د نرسانو، په ځانګړي ډول ښځینه نرسانو شتون مهم ګڼي.
په کابل کې د هیواد شفا خصوصي روغتون د عمومي داخله ناروغیو متخصص عبیدالله رسولي، د افغانستان په روغتیايي سکتور کې د نرسانو پر اهمیت ټینګار کوي او وایي، د کافي نرسانو شتون کولای شي د میندو او ماشومانو د مړینې د زیاتېدو مخه ونیسي.
نوموړي وویل: «د نرسانو شتون، په ځانګړي ډول د ښځینه نرسانو، ډېر مهم دی او موږ له حکومت څخه غواړو چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي، څو د میندو او ماشومانو د مړینې کچه راکمه شي. د روغتیا نړیوال سازمان د وروستي راپور له مخې، په هېواد کې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه لوړه شوې ده، چې یو مهم لامل یې د ښځینه روغتیايي پرسونل، په ځانګړي ډول د نرسانو، کمښت دی.»
ملګرو ملتونو هم د نرسانو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې نرسان په نړۍ کې د ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي او بېړنیو وضعیتونو ته د رسېدنې په برخه کې فعاله ونډه لري.
سره له دې، د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مسوولان هم د نرسانو پر اهمیت ټینګار کوي او وایي، دغه وزارت د نرسانو د ظرفیت لوړونې او لوړو زدهکړو ته د هغوی د لاسرسي لپاره هڅې کوي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل په دې اړه وایي: «هېواد کې د فارغو شوو نرسانو شمېر له ۴۰ زرو څخه زیات دی او ډېری فارغان د خصوصي سکټور څخه دي. د دغو نرسانو د ظرفیت لوړولو لپاره موږ بېلابېل پروګرامونه پیل کړي دي. د هغوی د ظرفیت لوړولو یو مهم پروګرام دا دی چې زده کړې یې باید تر لېسانس کچې پورې وي، څو وکولای شي د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه هم زده کړې وکړي، او موږ هڅه کوو چې دا زمینه هم برابره کړو. په درملنیزو مرکزونو کې د نرسانو شتون ډېر مهم دی، او د هغوی له نشتون پرته روغتیايي سکټور بشپړ نه ګڼل کېږي.»
د مې ۱۲مه، چې د غويي له ۲۲مې سره برابره ده، د نرسانو نړیواله ورځ ده؛ دا ورځ په ټوله نړۍ کې د نرسانو د هڅو د ستاینې په موخه نمانځل کېږي؛ هغو کسانو ته چې د ناروغانو په پالنه او د ټولنې د روغتیا په ساتنه کې، په سختو شرایطو کې حیاتي رول لري.


