Asset 1SWN

غزني کې د نرسنګ او قابلګۍ زده‌کړو ته د نجونو لېوالتیا ډېره شوې

۹۹۹۹۹۹۹۹۹۹۹۹۹۹۹۹۹۹۹۹

هېواد کې له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه د نجونو او مېرمنو له راګرځولو سره هم‌مهاله غزني کې د نرسنګ او قابلګۍ زده‌کړو ته د دغه ولایت د نجونو زده‌کوونکو او زده‌کړیالانو لېوالتیا زیاته شوې.

د غزني اوسېدونکې ۲۰کلنه ثنا وايي چې د دغه ولایت د روغتیايي علومو د یوه انسټیټیوټ د قابلکۍ څانګه کې زده‌کړې کوي. د نوموړې په وینا، وروسته له هغې چې د خپلې خوښې پوهنځي کې له زده‌کړو کولو ناهیلې شوه، دې انسټیټیوټ کې یې خپلې هیلې پیدا کړې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغې وویل: «موږ هم خوښ وو چې لاړ شو او د خپلې خوښې څانګه کې زده‌کړې وکړو او ځان یو چېرته ورسوو، خو کله چې دولتي پوهنتونونه وتړل شول، وموغوښتل چې خپل وخت بې‌ځایه تېر نه‌کړو، دلته راغلو او د قابلکۍ څانګه کې مې زده‌کړې پیل کړې.»

دغه ولایت کې ځینې داسې نجونې زده‌کړیالانې هم شته چې دولتي پوهنتونونو کې یې څو سمسټر زده‌کړې کړې وې، خو په وینا یې، د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته اړ شوي چې لوړې زده‌کړې له صفر بېرته پیل کړي.

شازیه چې د خوست شیخ زاید پوهنتون کې یې تر شپږم سمسټر زده‌کړې کړې وې، سلام‌وطندار ته وویل: «اماده‌گي کانکور مې ویلې وه، وروسته شیخ زاهد پوهنتون، طب پوهنځي ته کامیابه شوم چې پنځه سمسټره طب مې ولوست، خو وروسته دغه نه کله چې پوهنتونونه مسدود شول، نو ادامه مې ورنشو کولای، په لحاظ د هغه مې وویل چې انسټیټیوټ د قابلکۍ هم د طب یوه رشته ده، نو وروسته د هغې دلته مې مراجعه وکړه.»

بل‌خوا یو‌شمېر زده‌کړیالانې بیا وېره ښيي چې د خصوصي نیمه لوړو زده‌کړو موسسې د قابلکۍ او نرسنګ برخو کې به هم د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګول شي.

یوې زده‌کړیالې منیرې وویل: «زموږ درسونه خو ډېر شه پرمخ ځي، هېڅ مشکل نه‌لرو، زموږ استادان زیادتره د اناث طبقې څخه دي، اما دا ډار او وېره موږ د ټولو په زړونو کې ده چې امارت اسلامي زموږ انسټیټیوټونه بند نه‌کړي.»

دغه ولایت د روغتیايي علومو انسټیټیوټونو مسوولان وايي چې د نجونو زده‌کړیالانو شمېر یې زیات شوی دی. د عمر روغتیايي علومو انسټیټیوټ علمي مرستیال حمدقاسم اریا سلام‌وطندار ته وویل چې ۱۴۰۰ کال یې له ۱۲۰۰ تر ۱۵۰۰ زده‌کړیالانې پر زده‌کړو بوختې وې چې دغه شمېر اوس ۲۵۰۰ ته لوړ شوی دی.

هغه وویل: «یو لامل یې ښايي دا وي چې دولتي پوهنتونونو کې نجونې زده‌کړې نه‌شي کولای او دویم دلیل یې ښايي دا وي چې هېواد کې امنیت دی او خلک له وېرې پرته کولای شي چې تګ‌راتګ وکړي.»

د غزني د عامې روغتیا رییس ډاکټر رسول‌خان نظري بیا وايي چې د یادو زده‌کړیالانو فراغت به دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.

هغه وویل: «د صحت برخه کې د نرسانو او قابلو کمبود رفع کړی دی. تر ډېره حده پورې ستونزه حل ده. شه به داوي چې د دې نه وروسته، کیفیت ده چې کیفیت باندې کار وشي چې شه با استعداد او شه په ټکنالوژۍ باندې سمبال زنانه پرسونل ټولنې ته وړاندې شي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

غزني کې داسې مهال د نرسنګ او قابلو زده‌کړو ته د نجونو او مېرمنو لېوالتیا زیاته شوې چې له دې وړاندې په ځینو ولایتونو کې له ښوونځي او پوهنتون د نجونو راګرځولو وروسته دیني مدرسو کې د نجونو زده‌کوونکو شمېر لوړ شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام