Asset 1SWN

کندوزیان: د علي‌اباد ولسوالي په روغتیايي مرکزونو کې ښځینه ډاکټره نشته

کندز-qa2peltfwyj05961lzwnzg7zi1gvk2eeez5dcwi6x4

د کندوز د علي‌اباد ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې د دې ولسوالي په روغتیايي مرکزونو کې ښځینه ډاکټره نشته او په وینا یې، دوی له ستونزو سره مخامخ دي او امېندوارې ښځې ډېر کله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د علي‌اباد ولسوالي اوسېدونکی حیات‌الله وايي: «د علي‌اباد اوسېدونکي، په تېره د لرو پرتو کلیو خلک رښتیا د ښځینه ډاکټرانو د نشتون له ستونزې سره مخامخ دي؛ د بېلګې په توګه، د امېندواره ښځو یا نورې روغتیايي ستونزې چې غواړي ښځینه ډاکټرې ته ورشي. د علي‌اباد لاره هم اوږده ده او ناروغ نه‌شوو ور رسولی.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د علي‌اباد ولسوالي یو بل اوسېدونکی عبیدالله بیا له روغتیايي مسوولانو غواړي چې د دې ولسوالي په روغتیايي مرکزونو کې د دوی ستونزې، په تېره د ښځینه ډاکټرې د نشتون ستونزه حل کړي.

هغه زیاتوي: «په علي‌اباد ولسوالي کې هېڅ ښځینه ډاکټره نشته او که وي هم، یوه دوه به وي چې هغوی هم تکړه او پوهې ډاکټرانې نه دي. نرسنګ یې لوستی یا یې یو درملتون پرانېستی، له دې پرته بله ښځینه ډاکټره نشته.»

د کندوز د عامې روغتیا ریاست سرپرست رحمت‌الله طوطاخېل بیا دا موضوع ردوي او وايي، په دولتي روغتون او د علي‌اباد ولسوالي په روغتیايي مرکزونو کې ښځینه ډاکټره شته.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

نوموړې زیاتوي: «د کندوز له ټولو خلکو سره ژمنه کوو چې ستونزې یې حلوو. په علي‌اباد ولسوالي کې ۷۶ کلینیکونه دي. ګډې ډلې او بېلابېلې انجوګانې له موږ سره کار کوي. هغه دوستان چې د روغتیا برخه کې اندېښنه لري، زموږ ورته پام دی. په ټولو کلینیکونو کې قابلې او ډاکټرانې شته او شپه او ورځ خدمت کوو.»

تر دې مخکې د کندوز د نورو ولسوالیو اوسېدونکو هم په کلینیکونو د ښځینه ډاکټرانو نه موجودیت او خلکو ته د لازمو روغتیايي خدمتونو نه رسېدو په اړه شکایتونه کړي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام