د اوبو او برښنا وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې ټاکل شوې د روانې میاشتې له اووهمې تر نهمې سېلابونه راشي او د افغانستان په ځینو سیندیزو حوزو کې د اوبو کچه هم لوړه شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه وزارت نن پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي چې ښايي د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې سختې واورې او بارانونه وشي چې له کبله به یې د هریرود، هلمند، شمال، کابل او آمو په سیندیزو حوزو کې سېلابونه هم راشي.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې په یاده نېټه به په کوشک او کاشان، هرات، فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترنک، کابل، غزني، میدانوردګ، پنجشېر، پکتیا، نورستان، خوست، لوگر، فاریاب، کونړ، جوزجان، بغلان، لغمان، سمنگان، تخار، بلخ، غوربند، بدخشان او پکتیکا کې هم د واورې او باران اورېدو له کبله سخت سېلابونه راشي او ورسره به د سیندونو د اوبو کچه هم لوړه شي.
د اوبو او برښنا وزارت د یادو سیمو له اوسېدونکو غوښتي چې د واورې، باران او سېلابونو په اړه خبر واوسي او د سېلابونو راوتلو او اوبو لوړېدو پر مهال سیندونو ته ور نږدې نهشي.