
د هوا پېژندنې ریاست ۹ ولایتونو کې د واورې او باران خبرداری ورکړی
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندې ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هېواد په ۹ ولایتونو کې د شدیدو واورو

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندې ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هېواد په ۹ ولایتونو کې د شدیدو واورو

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن په یوه خبرتیا کې لیکلي چې د پنجشنبې او جمعې په ورځو به په ۳۴ ولایتونو کې سخته واوره او بارانونه واورېږي چې توپان او سېلاب به هم ورسره وي.

د بامیان د ټولګټو چارو رییس حفیظالله نعمتي وايي، نن سهار د بامیانـکابل لویه لاره په حاجيګک کوتل کې د واورې اورېدو او توپان له امله تړل شوې ده. د بامیان د ټولګټو چارو د رییس په وینا، د بامیان-کابل لویې لارې په ګډون، د دغه ولایت نورې لارې د خلکو او موټرو د تګراتګ پر مخ پرانېستې دي.

د غور محلي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د سختې واورې اورېدو او سړې هوا له کبله له ۲۵۰۰ ډېر څاروي مړه شوي دي.
د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس وايي، له بېلابېلو ولسوالیو او کلیو ورته رسېدلي معلومات ښيي چې تر اوسه د غرونو په لمنو کې ۲۵۳۶ څاروي له منځه تللي او زرګونه نور په واورو کې بند پاتې دي. د هغه په خبره، دا شمېرې شېبه په شېبه په زیاتېدو دي.

د فاریاب محلي مسوولان په دغه ولایت کې د سختې واورې اورېدو له کبله د یوه کس د مړینې او سلګونو څارویو د له منځه تلو خبر ورکوي.
د فاریاب د والي ویاند عصمتالله مرادي رسنیو ته ویلي چې د دغه ولایت په قیصار ولسوالي کې د سختې واورې اورېدو له کبله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د غور د ټولګټو چارو ریاست په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د سختې واورې او توپان له کبله د غور-کابل لویې لارې په ګډون، د دغه ولایت د ټولو ولسوالیو لارې تړل شوې دي.
په خبرپاڼه کې د ولسوالیو له مسوولانو، امنیتي پوستو او ټرانسپورټي شرکتونو څخه غوښتل شوي چې د هوا تر برابرېدو پورې چا ته اجازه ور نهکړي چې پر یادو لارو سفر وکړي.

د بادغیس محلي مسوولان د سختې واورې اورېدو له امله د دغه ولایت د ټولو مواصلاتي لارو د تړل کېدو خبر ورکوي.
د بادغیس د ځمکني ټرانسپورټ مدیر محمدعمر عزت وايي، په دغه ولایت کې د سختې او دوامدارې واورې د اورېدو له امله د قلعه نو-هرات لویې لارې په ګډون، د ټولو ولسوالیو لارې تړل شوې دي.

د اوبو او برښنا وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې ټاکل شوې د روانې میاشتې له اووهمې تر نهمې سېلابونه راشي او د افغانستان په ځینو سیندیزو حوزو کې د اوبو کچه هم لوړه شي. دغه وزارت نن پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي چې ښايي د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې سختې واورې او بارانونه وشي چې له کبله به یې د هریرود، هلمند، شمال، کابل او آمو په سیندیزو حوزو کې سېلابونه هم راشي.

د افغانستان د هوا پېژندنې ریاست نن او سبا په اتو ولایتونو کې د باران او واورې اورېدو وړاندوینه کړې ده.
د هوا پېژندنې رییس محمدنسیم مرادي نن (د لیندۍ شلمه، د دوشنبې ورځ) سلاموطندار ته ویلي چې نن او سبا به په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، پروان، پنجشېر او نورستان تر څنګ په سالنګونو کې هم باران او واوره واورېږي.

د اوبو او برښنا وزارت د نشراتو رییس غلامجیلاني حقپرست سلاموطندار ته ویلي چې د باران اورېدو او د واورې ویلې کېدو له کبله به د هلمند، ترینکوټ، ارغنداب، غزني، لوګر، کابل، خوست، پکتیا، غوربند، پنجشېر او لغمان سیندونو کې سېلابونه راشي او د اوبو کچه به لوړه شي.

د بدخشان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په راغستان ولسوالي کې واوره را ښویېدلې او د یوې کورنۍ پنځو غړیو ته یې مرګژوبله اړولې ده.

د افغانستان د هوا پېژندنې ریاست نن (سهشنبه، د سلواغې ۱۸مه) په یوې خبرپاڼه کې د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د واورې او باران د ورښت اټکل کړی دی.

د افغانستان د هوا پېژندې ادارې په یوې خبرپاڼه کې سبا یکشنبې د سلواغې نهمه کابل، پروان، پنجشېر، میدانوردګ، غزني، زابل، پکتیکا او نورستان ولایتونو کې د درنې واورې ورېدو اټکل کړی دی.

د جوزجان امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د سختو واورو اورېدو او سړې هوا له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۴ ته رسېدلی دی.
د جوزجان د امنیې قومانداني ویاند عبدالستار حلیمي سلاموطندار ته ویلي چې د سختې واورې او یخنۍ له کبله د مړو شویو کسانو شمېرې په لوړېدو دي او لپاره یې یو حقیقتموندونکی پلاوی هم ټاکل شوی دی.

د فاریاب محلي مسوولان وايي، د دغه ولایت په ګرزیوان، بلچراغ او شېرینتګاب ولسوالیو کې د سختو واورو اورېدو او سړو سره سره سېلابونه هم راوتلي دي.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوولان وايي چې د سخت اورښتونو او توپانونو له امله یې دغه لویه لاره د هر ډول موټرو د تګراتګ پر مخ تړلې ده.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې رییس ابومحمد حافظ محمدیعقوب نن چهارشنبه د مرغومې ۲۱مه سلاموطندار ته ویلي چې د واورې ورېدو او توپانونو له امله د سالنګ لویه لاره تړل شوې ده.