Asset 1SWN

بدخشان؛ د واورې ښویېدو پېښه کې درې ماشومان مړه او مور و پلار یې ټپیان دي

بدخشان

د بدخشان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په راغستان ولسوالي کې واوره را ښویېدلې او د یوې کورنۍ پنځو غړیو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي سلام‌وطندار ته ویلي چې دا پېښه نن سهار د راغستان ولسوالي په خونیلر سیمه کې شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې درې ماشومان مړه شوي او د هغو مور او پلار ټپیان دي.

محلي سرچینې هم د دغه خبر د تایید تر څنګ، وايي چې د یادې کورنۍ د واورې ښویېدنې له کبله خپل هر څه له لاسه ورکړي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام