Asset 1SWN

د کابل په خصوصي وړکتونونو کې د ماشومانو شمېر ۸۰ سلنه کم شوی

IMG_5753-qbpw6mm7500zj8hhmymsvy54hne2z2xigfof8yr820

د کابل ښار د ډېریو خصوصي وړکتونونو مسوولان وايي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په دغو وړکتونونو کې د ماشومانو شمېر ۸۰ سلنه کم شوی دی. د کابل ښار د تایمني پروژې پر لومړي سړک د نهال خصوصي وړکتون مدیره ثریا علي وايي، په دغه وړکتون کې چې درې ښوونځي ټولګي لري، په هر ټولګي کې د ورځې دوه یا درې ماشومان پر لوبو، لومړنیو زده‌کړو او ترانې ویلو بوخت دي.

د هغې په خبره، له دوو کلونو راهیسې یې په وړکتون کې د ماشومانو شمېر له ۳۵ څخه شپږو ماشومانو ته را ټیټ شوی دی. نوموړې زیاتوي: «لومړی ماشومان ډېر وو. مخکې مو له ۳۰ تر ۳۵ زده‌کوونکي لرل. کله چې امارت راغی، له ۳۵ ماشومانو څخه شپږو یا اتو ته را ورسېدل.»

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

په دغه راپور کې د کابل ښار د ۱۰ خصوصي وړکتونونو له مسوولانو سره مرکې شوي چې له ډلې یې د ۸ وړکتونونو مسوولانو ویلي چې په دغو وړکتونونو کې د ماشومانو شمېر ۸۰ سلنه کم شوی او په دوو نورو وړکتونونو کې بیا د ماشومانو شمېر ۶۰ سلنه کم شوی دی.

د «ناز مادر» وړکتون مسووله منیره کاظمي وايي، د اسلامي امارت له واکمنېدو مخکې یې په دغه وړکتونه کې ۱۲۰ ماشومان ساتل، خو اوس دغه شمېر ۲۰ ماشومانو ته را ټیټ شوی دی.

د کابل ښار د ډېریو خصوصي وړکتونونو مسوولان وايي، ډېری هغو کسانو به چې دوی ته خپل ماشومان وروستل، هغه مېرمنې وې چې په بهرنیو بنسټونو کې یې کار کاوه، خو د ښځو پر کار د ا.ا له لوري د محدودیتونو په لګېدو سره هغوی پر کور کېناستې او خپل ماشومان وړکتون ته نه لېږي.

بله‌خوا په کابل ښار کې یوشمېر میندې وايي، د بې‌وسې له کبله د وړکتون لګښتونه نه‌شي ورکولای او همدا لامل دی چې خپل ماشومان وړکتون ته د لېږلو پر ځای، هغوی په کور کې ساتي.

د کابل اوسېدونکې شمسیه سادات چې مخکې یې په یوه نړیوال سازمان کې کار کاوه، وايي: «مخکې مې دنده لرله او ښه عاید مې لرل. ماشومان مې وړکتون ته بیول. اوس هم زه او هم مې خاوند وزګاره دی او د وړکتون د پیسو ورکولو وسه نه لرو.»

د تېر اسلامي جمهوري دولت کارکوونکې عزیزه رحیمي چې مخکې یې خپل ماشومان وړکتون ته لېږل وايي، اوس یې اقتصادي وضعیت کمزوری دی او خپل ماشومان په کور کې ساتي. هغه زیاتوي: «یوه مور هیله لري چې خپل ماشوم ته تر ټولو ښه څیزونه برابر کړي، خو دا چې کمزوری اقتصاد یې خنډ شي، ډېره ستونزمنه ده. نه شوو کولای چې خپل بچیان وړکتون ته ولېږو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمېع‌الله ابراهیمي سلام‌وطندار ته ویلي چې اوس په کابل ښار کې د اوسېدو ۱۴ وړکتونونه، د کارځای ۱۰۳ وړکتونونه او ۱۸ خصوصي وړکتونونه فعالیت کوي.

د یادونې ده چې د کابل ښار په خصوصي وړکتونونو کې د ماشومانو د شمېر کموالی لامل شوی چې ډېری وړکتونونه خپل یوشمېر ښوونکي له دندو لرې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام