Asset 1SWN

د زېږون ترمنځ نه واټن؛ ملالۍ روغتون کې هره ورځ دوه انومالي ماشومان زېږي

ملالۍ روغتون

کابل کې د ملالۍ زېږنتون روغتون مسوولان وايي چې دغه روغتون کې د یوې شپې او ورځې پرمهال دوه «انومالي او ناقص» ماشومان زېږول کېږي.

د یاد روغتون د مسوولانو په وینا، د زېږون ترمنځ د واټن نه مراعتول لامل کېږي چې ماشومان «انومالي یا ناقص» نړۍ ته راشي.

دوی زیاتوي چې یاد روغتون کې شپږ سلنه مېندې له دې امله ناقص ماشوم زېږوي چې د زېږون ترمنځ یې واټن نه وي مراعت کړی.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

د ملالۍ روغتون رییسه ملالۍ رحیم فیضي سلام‌وطندار ته وویل: «د زېږون ترمنځ واټڼ یو مهم اصل دی، کله چې مېرمنې پرله‌پسې حمل اخلي، نو انومالي یا ناقص حمل سره مخ کېږي. تېر کال ۱۳۹ ماشومان ناقص زېږول شوي دي.»

مېرمن فیضي د زېږون ترمنځ د واټن نه مراعتولو له امله د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، دغه روغتون ته ۲۵سلنه مراجعه کوونکې مېرمنې د زېږون ترمنځ واټن ته پام نه کوي.

بل‌خوا دغه روغتون ته راغلې یو‌شمېر مېندې وايي چې د زېږون ترمنځ د واټن نه مراعتولو له امله له روغتیايي ستونزو سره مخ دي.

ملالۍ روغتون ته راغلې یوې مېرمنې رابعې وویل: «یک زوی مې یو کلن و چې شیدې مې پرې بندې کړي، ځکه اومېندواره شوې وم، اوس هغه زوی کمزوری دی، ډېر ژر ناروغېږي،، سینه بغلېږي. دا زوی مې چې زېږېدلی هم وزن یې کم دی، دوه‌نیم کیلو دی.»

یوه بله مېرمن نیلوفر چې دوه کاله وړاندې یې خپل نوی زېږېدلی ماشوم له لاسه ورکړی، وايي چې د زېږون ترمنځ د واټن نه مراعتولو له امله یې ماشوم مړ شوی.

هغې وویل: «روغتیايي ستونزه یې لرله او ډېر ژوندی پاتې نه‌شو، ناارامه و او ښايي د اومېندوارۍ پرمهال ښه نه‌وو تغذیه شوی، خو کله چې نړۍ ته راغی روغتیايي ستونزې یې لرلې.»

افغانستان کې د مېرمنو له لوري د زېږون ترمنځ د واټن نه مراعتولو له امله د ماسومانو ترڅنګ مېرمنې هم له ستونزو سره مخ کړي دي.

۲۵کلنه شکوفه چې د درې اولادونو مور ده، وايي، د زېږون ترمنځ د واټن نه مراتولو له امله د وینې کمښت ستونزې سره مخ ده. هغې وویل: «ډېره ستونزمنه ده چې پرله‌پسې دې ماشومان نړۍ ته راوړل شي. څو ځلې ډاکټر ته لاړم وې ویل چې کمزورې یې، ځکه چې زېږون دې پرله‌پسې دی.»

په ورته مهال د ملالۍ روغتون یو‌شمېر روغتیاپالان وايي چې د زېږون ترمنځ د واټن نه‌مراعتول د مور او ماشوم ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

د ملالۍ روغتون ډاکټرې مکیه وویل: «د واټن نه مراعت نه یوازې دې او دوو ماشومانو ته یې هم زیان رسوي، یو هغه ماشومان چې په خېټه کې یې دی او بل هغه ماشومان چې شیدې ورکوي. ښايي ماشومان له فزیکي اړخه ښه وي، خو ذهن نارمل نه وي.»

دې راپور کې پنځو مېندو سره خبرې شوي چې هرې یوې یې ویلي، د پرله‌پسې زېږون له امله یې ماشومان د شیدو خوړو موده نه ده بشپړه کړې.

د ملالۍ روغتون د تنظیم څانګې مسوولان وايي چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې مېرمنې د زېږون ترمنځ د واټن مراعتولو لپاره عامه پوهاوي ته اړتیا لري.

د دې څانګې مسوولې مریم سلام‌وطندار ته وویل: «هره مور باید د زېږون ترمنځ درې کاله واټن واخلي، موږ دلته دې روغتون کې هره ورځ مېندو ته مشوره ورکوو چې بېلابېل مېتودونه لرو، ډېری ښځې مراجعه کوي چې خاوند یې د ماشوم نه زېږول ګناه بولي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

هڅه مو وکړه چې دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت د مسوولانو نظر هم واخلو، خو بریالي نه‌شو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام