د لوګر د مرکزي روغتون مسوولان وایي چې پرون یکشنبه د وري ۲۶مه په «نائب امینالله خان لوګري» روغتون کې یوې مور څلور ماشومان زېږولي دي.
د لوګر د مرکزي روغتون رییس ډاکتر صدیقالله سلاموطندار ته ویلي چې د برهکي برک ولسوالي د شاه مزار سیمې یوې مور په یو ځل څلور ماشومان زېږولي دي.
ستانکزي زیاته کړه چې یادو ماشومانو کې درې نجونې او یو هلک شامل دي او د ټولو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.
بلخوا د یادو ماشومانو پلار عبدالغني بیا سلاموطندار ته وویل: «خوښ یم چې الله په یو ځل څلور ماشومان راکړل او مېرمن مې له بشپړې روغتیا برخمنه ده.»
نوموړی زیاتوي چې اقتصادي وضعیت یې خراب دی او نشي کولای چې د یادو ماشومانو سمه ساتنه او پالنه وکړي.
نوموړي همدارنګه د لوګر په ولایتي ادارې او خیریه بنسټونو غږ وکړ چې د یادو ماشومانو په ساتنه او پالنه کې ورسره نغدي او غیرې نغدي مرستې وکړي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
باید وویل شي چې د لوګر مقام له لوري د یادې کورنۍ د ساتنې او پالنې له لپاره نغدي مرسته هم شوې ده.