Asset 1SWN

د پاکستان د بشرحقونو کمېسیون: کراچۍ کې ۳۰۰ افغان ښځې او ماشومان بندیان دي

GETTY-IMAGES-780x450-1

د پاکستان د بشر حقونو ملي کمېسیون دغه هېواد کې د افغان کډوالو له وضعیت څخه اندېښنه ښيي او وايي، د ښځو او ماشومانو پر ګډون څه باندې ۳۰۰ افغان کډوال د قانوني اسنادو د نه لرلو له کبله د کراچۍ ښار په یوه زندان کې بندیان دي.

دغه کمېسیون ویلي: «د افغانستان د کډوالو له وضعیت اندېښمن یوو، ۱۳۹ ښځې او ۱۶۵ ماشومان چې د درملنې لپاره پاکستان ته تللي وو، د قانوني اسنادو د نه لرله له کبله نیول شوي او د کراچۍ ښار په یوه زندان کې دي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په همدې حال کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ډېر ژر به پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه یوه ګډه کمېټه رامنځته شي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وویل: «موږ د افغان کډوالو د ستونزو هواري لپاره هڅې کوو او ډېر ژر به د دوی د ستونزو هواري لپاره د یاد وزارت یوه کمېټه جوړه شي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، پاکستان کې شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال ژوند کوي چې ډېری وخت له رواني او فیزیکي تاوتریخوالي سره مخ وي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام