پکتیاوالې مېرمنې که څه هم شکايت کوي چې لا هم د اسلام او قانون له لوري ورکړل شوي حقونه په بشپړه توګه نه دي ورکړل شوي او په ترلاسه کولو کې یې له ستونزو سره مخامخ دي، خو زیاتوي چې په ځينو برخو کې مثبت بدلونونه هم راغلي دي.

دغو مېرمنو دا خبرې په ګردېز کې د بشري حقونو په يوه جوړه شوې غونډه کې کړې دي.

په سوېل ختیځ زون کې د بشري حقونو مسوولان وايي، په دغه ولايت کې ډېری ناوړه دودونه په کمېدو دي او هڅه کوي چې په دې برخه کې د نورو پوړونو په همکاري ټولنه له شته ستونزو خلاصه کړي.

په پکتيا کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د څارنې غړې زرمينې شمس سلام‌وطندار ته ویلي چې په بدو کې د نجونو ورکړه چې پخوا په دغه ولایت کې دود وه، اوس پای ته رسېدلې ده. د هغې په خبره، په تېرو څلورو کلونو کې له دوی سره هېڅ داسې پېښه نه ده ثبت شوې چې کومه نجلۍ دې چا ته په بدو کې ورکړل شوې وي.

اغلې شمس وايي، خلک تر ډېره د دغه ناوړه دود د ناسمو پايلو په اړه پوه شوي او په بدو کې د نجونو ورکړې پر ځای، خپلې ستونزې او لانجې د پیسو او ځمکې په بدل کې حل کوي.

د پکتيا يوشمېر مېرمنې وايي، اوس په دغه ولایت کې تر ډېره دغه ناوړه دود پای ته رسېدلی دی.

په پکتيا کې یوه ښځينه فعاله روحانيه سحر وايي، د کورنیو ترمنځ لانجې اوس قومي مشرانو ته نه وړاندې کېږي او که وړاندې هم شي، د نجونو د ورکړې پر ځای، نورې بدیلې لارې ورته لټوي.

د پکتیا مېرمنې وايي، ډېری ځوانان او مېرمنې په دغه ولایت کې د ناوړه دودونو له کبله له ستونزو او تاوتریخوالي سره مل ژوند تېروي. د دوی په وینا، که په بدو کې د نجونو ورکړې تر څنګ، په دغه ولایت کې ځینې نور ناوړه دودونه هم له منځه ولاړ شي، د کورنیو، په تېره د ښځینه‌وو پر ژوند به مثبت اغېز وکړي.

دغه مېرمنې له دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو غواړي چې په ټولنه کې د هغو ناوړه دودونو پر وړاندې مبارزه وکړي چې له اسلامي شریعت او د هېواد له نافذه قوانینو سره په ټکر کې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام