یوشمېر افغان خبریالان او د بشري حقونو فعالان چې بېګاه د پاکستان په پلازمېنې اسلام‌اباد کې د اعتراض په توګه را ټول شوي وو، له نړیوالې ټولنې، په تېره د ملګرو ملتونو سازمان، امریکا، کاناډا او نورو اروپايي هېوادونو وغوښتل چې له دوی سره پر کړیو ژمنو دې عمل وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دوی په وینا، افغان خبریالان او د بشري حقونو فعالان په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د هېواد پرېښودو ته اړ شول او نړیوالې ټولنې ورسره ژمنه کړې وه چې امن هېوادونو ته به یې وباسي، خو د څه باندې یوه کال په تېرېدو سره لا هم له بې‌برخلیکه راتلونکې سره مخ دي.

په دغه اعتراض کې پر نړیوالې ټولنې نیوکه شوې چې د روسیې او اوکراین له جګړې وروسته یې افغانان هېر کړي او د هغوی د خونديتوب برخه کې ورسره دوه‌ګونی چلن کېږي.

افغان خبریالانو او د بشري حقونو په خپل پرېکړه‌لیک کې د پاکستان حکومت له لوري پر دوی د بېلابېلو فشارونو راوړلو په اړه هم اندېښنه ښودلې او د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ څخه یې غوښتي چې د افغان خبریالانو او بشري حقونو فعالانو دوسیې په ځانګړې ډول او ژر وڅېړي.

په پرېکړه‌لیک کې لیکل شوي، ماشومان یې خپلو لومړنیو بشري حقونو ته لاسرسی نه لري او نړیواله ټولنه یې باید غم وخوري.

دوی ټینګار کړی چې پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري باید نه یوازې د دوی دوسیې وڅېړي، بلکې دلته یې د خوندي اوسېدو لپاره هم اسانتیاوې برابرې کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

افغان خبریالانو او د بشري حقونو فعالانو ټینګار کړی چې افغانستان کې یې کلونه د بشري حقونو، د بیان او رسنیو ازادۍ او ولسواکۍ د ټینګښت لپاره کار کړی او نړیوالې ټولنې ته په‌کار ده چې اوس د دوی بشري حقونه خوندي او لاسنیوی یې وکړي.

پاکستان کې مېشت افغان خبریالان او د بشري حقونو فعالان داسې مهال اعتراض کوي چې د پاکستان کې حکومت هغو افغانانو ته چې ویزې نه لري یا یې هلته د پاتې کېدو نېټه پوره شوې، د روان زېږدیز کال د ډسمبر تر پایه پورې وخت ورکړی چې له دغه هېواده د وتلو اجازه‌لیک واخلي او خپل هېواد ته ستانه شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام