د نجونو پر زده‌کړو د ا.ا بندیز؛ تر اوسه نږدې پنځوسو استادانو استعفاوې کړي

پوهنتونونو ته د افغان نجونو پر تګ بندیز او پر وړاندې یې د پوهنتون دروازو د تړل کېدو په دوام، له پرون راهیسې د هېواد د بېلابېلو خصوصي او دولتي پوهنتونونو نږدې ۵۰ استادانو له دندو استعفاوې کړې دي. د کابل پوهنتون استاد عبیدالله وردګ لومړنی استاد و چې پرون یې د ا.ا د دې پرېکړې په غبرګون کې د اعتراض په توګه له استادۍ استعفا وکړه.

خالد حنفي د ا.ا چارواکو ته: دویم ودونه مه کوئ او بیت‌المال مه پرې لګوئ

د امر بالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر وزارت سرپرست محمدخالد حنفي په کاپیسا کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د اسلامي امارت له چارواکو غوښتي چې د خلکو د بې‌وزلۍ او ناچارۍ له کبله دې له دویمو ودونو ډډه وکړي او په ودونو کې بیت‌المال هم نه کاروي.

اشرف غني: ا.ا دې د دوحې هوکړې پټ ضمایم له افغانانو سره شریک کړي

د افغانستان مخکیني ولسمشر محمداشرف غني د اسلامي امارت له لوري پوهنتونونو کې د نجونو د زده‌کړو  ځنډېدو په غبرګون کې روان وضعیت جنسیتي اپرټایډ بللی او له ا.ا یې غوښتنه کړې چې د دوحې هوکړې پټ «ضمایم» افغانانو سره شریک کړي. خو اسلامي امارت ته نږدې څېره او سیاسي فعال سیدذکرالله هاشمي وايي، د دوحې هوکړه ضمیمه نه‌لري.

پاکستان کې د افغان خبریالانو اعتراض؛ «نړیواله ټولنه دې زموږ غږ واوري»

یوشمېر افغان خبریالان او د بشري حقونو فعالان چې بېګاه د پاکستان په پلازمېنې اسلام‌اباد کې د اعتراض په توګه را ټول شوي وو، له نړیوالې ټولنې، په تېره د ملګرو ملتونو سازمان، امریکا، کاناډا او نورو اروپايي هېوادونو وغوښتل چې له دوی سره پر کړیو ژمنو دې عمل وکړي.

د افغانستان بانک ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې د افغانیو ارزښت ساتلو او ثبات لپاره شنبه د مرغومې درېیمه ۱۵میلیونه امریکايي ډالر د داوطلبۍ په توګه بازار ته وړاندې کوي. دغه بانک له ټولو خصوصي بانکونو او پر شرایطو برابر د پولي خدمتونو او صرافیو شرکتونو څخه غوښتنه کړې چې دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي. د افغانستان بانک ویلي چې د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل ټول حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.

اجمل حقیقي د اسلامي امارت له زندانه ازاد شوی

افغان مُډل او یوټیوبر اجمل حقیقي چې اسلام ته د سپکاوي په تور څو میاشتې وړاندې نیول شوی و، د اسلامي امارت له زندانه ازاد شوی دی. اجمل حقیقي د روانې اوونۍ د چهارشنبې پر ورځ پر خپل یوټیوب چېنل یوه ویډیو خپره کړې چې نوموړي په کې د اسلامي امارت له زندانه د ده او د ملګرو د خوشې کېدو خبره کوي. نوموړي دې ویډیو کې ویلي چې دی او ملګري یې غلام سخي، امید ارمان او عبیدالله مجیدي هم ازاد شوي دي.