Asset 1SWN

اجمل حقیقي د اسلامي امارت له زندانه ازاد شوی

1534236_944

افغان مُډل او یوټیوبر اجمل حقیقي چې اسلام ته د سپکاوي په تور څو میاشتې وړاندې نیول شوی و، د اسلامي امارت له زندانه ازاد شوی دی.

اجمل حقیقي د روانې اوونۍ د چهارشنبې پر ورځ پر خپل یوټیوب چېنل یوه ویډیو خپره کړې چې نوموړی په کې د اسلامي امارت له زندانه د ده او د ملګرو د خوشې کېدو خبره کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي دې ویډیو کې ویلي چې دی او ملګري یې غلام سخي، امید ارمان او عبیدالله مجیدي هم ازاد شوي دي.

تراوسه د اسلامي امارت چارواکو په رسمي توګه د اجمل حقیقي د خوشې کېدو په اړه څه نه دي ویلي. په ورته مهال خپله اجمل حقیقي هم دې ویډیو کې نه دي ویلي چې نوموړی کله او څه وخت له زندانه ازاد شوی دی.

اجمل حقیقي له مُدل سربېره به یې د یوټیوب لپاره ویډیوګانې هم جوړولې چې څه باندې شپږ میاشتې وړاندې د اسلامي امارت له لوري اسلام ته په سپکاوي زنداني شو.

هغه مهال د اسلامي امارت استخباراتو یوه ویډیو خپره کړه چې دی او ملګري په‌کې په خپلو جرمونو اعتراف کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړی په دې ویډیو کې وايي چې اسلامي مقدساتو ته یې سپکاوی کړی او هرې سزا اورېدو ته چمتو دی. اجمل حقیقي دې ویډیو کې ویلي و چې ټولنه کې یې د فحشا او د پردیو د فرهنګ ترویج او ودې په موخه یې جمهوریت ملاتړ کاوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام