د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون په یوه راپور کې ویلي، له افغانستان څخه د دغه هېواد له وتلو وروسته، د اووه میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات چې له مخکي حکومت سره یې مرسته کړې وه، ترې پاتې دي.

سي‌ان‌ان خبري شبکې چې د دغه راپور یوه کاپي یې ترلاسه کړې لیکلي، دغه پوځي تجهیزات اوس په افغانستان کې د اسلامي امارت په واک کې دي او د امریکا دفاع وزارت د دغو تجهیزاتو د لېږد او یا هم د له منځه وړلو په موخه افغانستان ته د بېرته ورګرځېدو لپاره کوم پروګرام نه لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه راپور پربنسټ، امریکا له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۲۱ کاله پورې په ټوله کې له افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو سره د ۱۸.۶ میلیارډه ډالرو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو مرسته کړې وه چې له ډلې یې، د ۷.۱۲ میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته، پاتې شوي دي.

دغو پوځي تجهیزاتو کې الوتکې، پوځي وسایط، د مخابرې دستګاوې او بېلابېل ډوله وسلې او نور مهمات شامل دي.

په راپور کې راغلي چې افغانستان کې پاتي پوځي تجهیزات ساتنې او ترمیم ته اړتیا لري چې له دې وړاندې به د امریکا دفاع وزارت قراردادي شرکتونو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په موخه دغه خدمات وړاندې کول.

پنټاګون ویلي چې امریکا په افغانستان کې د ۹۲۳.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت الوتکې پرېښي دي. راپور وايي چې دغه هېواد له تخلیې وړاندې، د کابل نړیوال هوايي ډګر کې د افغانستان حکومت ته ۷۸ الوتکې پرېښي چې هېڅ ترې استفاده نه وه شوې.

همداراز راپور کې ویل شوي چې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د امریکا له لوري د مرسته شویو ټولو ۹۶ زره پوځي وسایطو څخه څه باندې ۴۰۰۰۰ چې ۱۲۰۰۰ یې هاموې موټر دي، په افغانستان کې پاتي او روښانه نه ده چې څومره یې د استفادې وړ دي.

د امریکا دفاع وزارت زیاته کړې چې له افغان امنیتي ځواکونو سره شاوخوا ۴۲۷زره او ۳۰۰ وسلې مرسته کړې چې له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته ۳۰۰زره وسلې ترې پاتې شوې دي.

په همدې حال کې ټولې هغه مخابراتي دستګاوې او ارتباطي تجهیزات چې امریکا افغان ځواکونو ته ورکړي وو، له افغانستان څخه د وتلو پرمهال ترې پاتې شوې دي.

دغه راپور وروسته له هغې وروسته د امریکا د دفاع وزارت له لوري خپور شوی چې د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې افغانستان کې د ۸۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د دغه هېواد پوځي تجهیزات پاتې شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي زیاته کړې وه چې د دغو پوځي تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو لپاره امریکا ښايي بېرته افغانستان ته لاړه شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام