هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو  زده‌کوونکو د ښوونځیو تړلي پاتې‌کېدو پر دوام، نن کابل کې د نور  د زده‌کړو او ظرفیتونو پراختیا موسسې له اسلامي امارت د نجونو  ښوونځیو د پرانستلو غوښتنه وکړه.

د یادې موسسې بنسټکر فضل غني کاکړ په یاده ناسته کې وویل چې د نجونو  زده‌کړې شرعي اړخ لري او په همدې دلیل باید ښوونځي پرانستل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د نور د زده‌کړو او ظرفیتونو پراختیا موسسې همغږې کوونکې خاطره علیزۍ وايي چې په اوسنیو شرایطو کې د نجونو ښوونځیو تړلي‌ پاتې‌کېدل د افغانستان له خلکو سره لویه جفا او ظلم دی.

نوموړې له اسلامي امارت غواړي چې د نجونو ښوونځیو په اړه دې خپل دریځ بدل کړي او د میلیونونو افغانانو غږ دې واوري. د خاطرې علیزۍ په وینا، اسلامي امارت د نجونو ښوونځیو د بیاپرانستلو په اړه له دیني عالمانو سره هېڅ‌کله مشوره نه ده کړې.

بل‌خوا د نجونو ښوونځي یوه ښوونکې فروزان حمیدي په دغه ناسته کې وویل، افغان نجونو د خپل لومړني حق ترلاسه کولو لپاره مبارزه کړې او د ښوونځیو پرانستلو ته په تمه دي. نوموړې د اسلامي امارت مسوولانو ته په خطاب کې وویل چې افغان نجونې زده‌کړو ته پرېږدي، څو د پیغمبر د مېرمنو په څېر د پوهې او زده‌کړو  لوړو درجو ته ورسېږي.

د یادې موسسې په یوه پرېکړه‌لیک کې له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان څخه غوښتي چې د نجونو ښوونځیو د بیاپرانستلو په برخه کې پر اسلامي امارت فشار راولي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په دغه پرېکړه‌لیک کې همداراز  له اسلامي امارت غوښتل شوي چې د ټولنې او خلکو د اصلاح لپاره باید د اسلام دین د احکامو پربنسټ، د دعوت له غوره لارو څخه استفاده وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام