شاوخوا اته میاشتې کېږي چې له شپږم ټولګي پورته نجوني ښوونځي ته د تلو اجازه نه لري، سره له دې چې د اسلامي امارت د پوهنېوزارت ژمنه کړې وه چې د وري په درېمه نېټه به ټول  ښوونځي د زده کونکو پر مخ پرانیستل شي، خو هغوی پر خپلې ژمنې عمل ونه کړ اوله شپږم ټولګي پورته نجونو لپاره د ښوونځیو دروازې نه دي پرانیستل شوي.

اوس یوشمېر اروا پوهان وایي، له شپږم ټولګي پورته نجونې د ښوونځیو تړل کېدو سره پر رواني ناروغیو اخته او ناهیلې شوې دي. هغویپر دغو نجونو رواني اغېزې ویجاړونکې بولي او وايي چې د اسلامي امارت دغه اقدام به د هېواد پر راتلونکو نسلونو هم اغېز وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

زهرا میرزايي چې روان پوهه ده وايي، زده‌کوونکي خپل راتلونکی په ښوونځي او پوهنتون کې ویني، که چېرې ښوونځی او پوهنتون نه وي،هغوی له خپلې راتلونکي څخه ناهیلي کېږي.

یو شمېر نور اروا پوهان د هېواد پر راتلونکي نسل د دغې پرېکړې د ناوړه اغېزو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې د اسلاميشریعت د مراعتولو په پلمه د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل به نجونې د دین په وړاندې بدبینې کړي یعنی هغوی به له دین څخه لرې کړي. ارواپوه عبدالحسیني په دې باور دی، کله چې هلکان ښوونځي ته ځي، نجونې د خپل ځان په وړاندې جنسیتي تبعیض احساسوي او دراتلونکي په اړه یې ذهني سکون له منځه ځي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې له شپږم ټولګي پورته ښځينه زده‌کوونکي په کور کې د پاتې کېدو له امله له ستړيا څخه شکايت کوي او له اسلامي امارتڅخه غواړي چې ژر تر ژره دې د نحونو ښوونځي پرانيزي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ یوشمېر دیني عالمان کابل کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کېد نجونو د ښوونځیو پر تړل پاتېدو نیوکه وکړه اووې‌ویل چې دغهاقدام د اسلام په زیان دی.

هغوی وايي، د نجونو د ښوونځیو د تړلو په اړه د اسلامي امارت پرېکړههېڅ شرعي او منطقي توجیه نه لري. دیني عالمان له اسلاميامارت څخهغواړي چې نور دې د نجونو د تعلیم مخه نه نیسي

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام