یوشمېر دیني عالمان نن کابل کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د نجونو د ښوونځیو پر تړل پاتېدو نیوکه وکړه اووې‌ویل چې دغه اقدام د اسلام په زیان دی.

هغوی وايي، د نجونو د ښوونځیو د تړلو په اړه د اسلامي امارت پرېکړه هېڅ شرعي او منطقي توجیه نه لري. دیني عالمان له اسلاميامارت څخه غواړي چې نور دې د نجونو د تعلیم مخه نه نیسي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

عالمه او د پوهنتون استاده سمیه شفیق وایي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښونځیو تړل پاتېدل اسلام ته ستر زیان رسوي. د هغهپه وینا، د نجونو د ښونځیو په تړلو سره غربي ټولنه داسې فکر کوي چې اسلام د نجونو د تعلیم حق سلب کړی او په اسلام کې نجونو ته دزده‌کړې حق نه دی ورکړل شوی.

په همدې حال کې غونډې ته یو تن دیني عالم منیراحمد بلیغ وایي، هغوی هېڅ حکومتي ډلې ته اجازه نه ورکوي څو هغه څه چې د دوی حقنه دی پر دوی وتپل شي. هغه زیاتوي ، که چېرې استبدادي حکومتونه په انحصاري ډول او ظلم سره پر خلکو حکومت وکړي، هېڅکله بهتلپاتې او با ثباته نه وي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دیني عالمان ټینګار کوي چې اسلامي امارت دې نور د نجونو د زده‌کړې مخه ونه نیسي؛ ځکه دغه اقدام کوم شرعي او عقلاني توجیه نه لري

د یادونې وړ ده چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو له تړل کېدو څه باندې ٢٠٠ ورځې تېرېږي؛ خو اسلامي امارت تراوسه دښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره عملي اقدام نه دی کړی

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام