د ا.ا د سرپرست حکومت ویاند ذبېح‌الله مجاهد د دیني عالمانو په اوومه نړیواله غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې ته تللی، نن یې په یاده غونډه کې وینا کړې ده.

هغه په دې نړیواله غونډه کې ویلي چې افغانستان کې به له شپږم ټولګي د پورته نجونو ښوونځي هرومرو پرانېستل کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون دا موضوع نن پر خپل ټویټر لیکلې ده. هغه د نجونو ښوونځیو د تړلي پاتې کېدو لامل د ښوونیز نصاب او د زده‌کوونکو د تګ‌راتګ لپاره د ټرانسپورټي وسایطو په برابرولو کې ځنډ یاد کړی دی.

ملي راډیو ټلوېزیون د نوموړي له قوله لیکلي: «د ټولو نجونو لپاره به هرومرو ښوونځي پرانېستل کېږي او موږ اوس د نصاب، ټرانسپورټي سېسټم او جلا جلا ټولګیو پر جوړولو او برابرولو کار کوو.»

مجاهد زیاته کړې چې د تېر دولت پر مهال «د هېواد ۷۰ سلنه اوسېدونکو ته د زده‌کړو اسانتیاوې برابرې نه وې، خو اوس په هر ګوټ کې د ټولو افغانانو لپاره د زده‌کړو فرصت برابر شوی دی.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ا.ا ویاند ویلي چې اوس د هېواد په ۱۴۰ پوهنتونونو کې لسګونه زره نجونې پر زده‌کړو بوختې دي.

دا داسې مهال ده چې د اسلامي امارت چارواکي وخت‌ناوخت له شپږم ټولګي نه د پورته نجونو د ښوونځیو پرانېستلو په اړه بېلابېلې څرګندونې کوي او کله کله خو پر دې موضوع یو پر بل لفظي بریدونه هم کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام