Asset 1SWN

افغانستان کې د نظامي عملیاتو په اړه د پاکستان خبرداری؛ مجاهد: ا.ا به یې ځواب ورکړي

انوارالحق-کاکر-qcjkmf2zxy226pom45arsqt8m09g5zii2iuygw3yx4

د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر انورالحق کاکړ تازه د امریکا غږ له اردو برخې سره په مرکه کې ویلي چې پاکستان به له اړتیا سره سم په مشخص وخت کې د ځان د دفاع لپاره په افغانستان کې نظامي عملیات وکړي. نوموړي ټینګار کړی چې دغه هېواد حق لري، څو د ځان او خپلو خلکو د دفاع لپاره په دې برخه کې لازم ګامونه اوچت کړي.

خو د ا.ا ویاند ذ.‌بېح‌الله م.جاهد له سلام‌وطندار سره مرکه کې که څه هم د پاکستان د لنډمهالي لومړي وزیر انورالحق کاکړ د هغو څرګندونو په اړه بې‌خبري ښيي چې ویلي دي، دغه هېواد به په مشخص وخت کې د ځان د دفاع لپاره په افغانستان کې نظامي عملیات وکړي، خو ټینګار کوي چې د افغانستان حکومت چمتو دی چې په داسې وضعیت کې خپله خاوره وساتي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وايي: «باید ووایو چې موږ به په دې برخه کې د خپلې هرې لوېشت خاورې دفاع کوو او که خدای مه کړه، اقدام وشي، موږ به یې ځواب ورکړو. موږ هغه ته [د پاکستان لنډمهالی لومړی وزیر] مشوره ورکوو چې خپل مسایل په خپل هېواد کې حل کړي او تورونه ونه لګوي.»

د یادونې ده چې د پاکستان د لنډمهالي حکومت د کورنیو چارو وزیر هم څو ورځې وړاندې په پاکستان کې د تاوتریخوالي جوړولو په موخه د افغانستان خاورې پر کارېدو نیوکه وکړه او له اسلامي امارت څخه یې وغوښتل چې د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي.

په همدې حال کې یوشمېر سیاسي شنونکي بیا باور لري چې پاکستان تل له زبرځواکو هېوادونو څخه د امتیاز اخیستلو لپاره د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

د سیاسي چارو شنونکی جاوېد مومند وايي: «دا یوه پلمه ده چې پاکستان یې د پیسو لپاره کوي. پاکستان په سیمه کې یو کمېشنکار دی او د پیسو ترلاسه کولو لپاره ډېر داسې کارونه کوي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

بله‌خوا د سیاسي چارو یو بل شنونکی عبدالقادر قانت ټینګار چې پاکستان پر افغانستان د نظامي برید وسه نه لري. هغه زیاتوي: «که افغانستان کې د پاکستان ګټې خوندي نه‌ وي، خبرداری ورکوي او زما په اند دا یوازې ګواښ دی او هېڅکله دغه کار نه‌شي کولای.»

دا په داسې حال کې ده چې ځینو رسمي سرچینو پرون اېکسپرېس ټرېبون ته ویلي چې د پاکستان او اسلامي امارت ترمنځ د ناندریو او لانجو اصلي لامل د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي‌ټي‌پي پر وړاندې د ا.ا له لوري اقدام نه کېدل دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام