هېواد کې د پانګونې لپاره د اسانتیاوو نه برابرېدو په اړه د پانګه‌والو اندېښنې

یوشمېر پانګه‌وال د ا.ا له‌خوا د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې له جوړېدو سره هم‌مهاله وايي چې په تېرو دوو کلونو کې یې په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې، خو په هېواد کې د پانګونې لپاره د فرصتونو نه‌شتون او د دوی پر وړاندې شته ننګونو په اړه اندېښنې لري.

افغانستان کې د نظامي عملیاتو په اړه د پاکستان خبرداری؛ مجاهد: ا.ا به یې ځواب ورکړي

د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر انورالحق کاکړ تازه د امریکا غږ له اردو برخې سره په مرکه کې ویلي چې پاکستان به له اړتیا سره سم په مشخص وخت کې د ځان د دفاع لپاره په افغانستان کې نظامي عملیات وکړي. نوموړي ټینګار کړی چې دغه هېواد حق لري، څو د ځان او خپلو خلکو د دفاع لپاره په دې برخه کې لازم ګامونه اوچت کړي.

سرپل کې د ا.ا له واکمنېدو وروسته لومړنۍ کلتوري‌-‌ادبي مشاعره جوړه شوه

سرپل کې د ا.ا له واکمنېدو وروسته لومړنۍ کلتوري‌-‌ادبي مشاعره جوړه شوه. دا مشاعره پرون (د وږي ۲۵مه، د شنبې ورځ) د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د یوشمېر شاعرانو، لیکوالانو او ځوانانو په ګډون جوړه شوې ده.

ذبېح‌الله مجاهد: افغانستان به د هر ډول خوځښت ځواب ورکړي

د ا.ا ویاند ذ.‌بېح‌الله م.جاهد له سلام‌وطندار سره مرکه کې که څه هم د پاکستان د لنډمهالي لومړي وزیر انورالحق کاکړ د هغو څرګندونو په اړه بې‌خبري ښيي چې ویلي دي، دغه هېواد به په مشخص وخت کې د ځان د دفاع لپاره په افغانستان کې نظامي عملیات وکړي، خو ټینګار کوي چې د افغانستان حکومت چمتو دی چې په داسې وضعیت کې خپله خاوره وساتي.

بدخشان کې څلور ځوانې نجونې اوبو وړي

د بدخشان د امنیې قومانداني مسوولان وايي چې څلور نجونې پرون (د وږي ۲۵مه، د شنبې ورځ) د دغه ولایت د مایمي ولسوالي په «تنګ شېوه» سیمه کې اوبو ډوبې کړې دي.

د پکتیا امنیتي مسوولان: یوه کال کې د وژنې ۷۳ پېښې شوي

د پکتیا د امنیې قومانداني د امنیت آمر قاري اسلم کرامت په دې غونډه کې وویل چې د تېر یوه کال پر مهال په دغه ولایت کې د وژنې ۷۳ پېښې شوي او په تړاو یې ۹۴ نارینه او درې مېرمنې نیول شوې هم دي. نوموړی وايي یادې پېښې د بېلابېلو لاملونو له کبله شوې دي.