Asset 1SWN

د پکتیا امنیتي مسوولان: یوه کال کې د وژنې ۷۳ پېښې شوي

PHOTO-2023-09-17-10-59-18

د پکتیا امنیتي او ځینو ملکي ادارو پرون د دغه ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د «ښاري خبرې اترې» په نوم پروګرام کې له ولس سره د تېر یوه کال فعالیتونه او لاسته‌راوړنې شریکې کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پکتیا د امنیې قومانداني د امنیت آمر قاري اسلم کرامت په دې غونډه کې وویل چې د تېر یوه کال پر مهال په دغه ولایت کې د وژنې ۷۳ پېښې شوي او په تړاو یې ۹۴ نارینه او درې مېرمنې نیول شوې هم دي. نوموړی وايي یادې پېښې د بېلابېلو لاملونو له کبله شوې دي.

هغه زیاته کړې چې په تېر یوه کال کې د وژنو تر څنګ، په دغه ولایت کې د جعل، جنسي اړیکو، له کوره تېښتې، ځان‌وژنې، دوکې، ناقانونه باج اخیستو، وسله‌والو غلاوو، انسان‌ تښتونو او ځینو نورو جرمونو ۳۰۵ پېښې شوي او په تړاو یې ۷۰۵ نارینه او اووه مېرمنې نیول شوي دي.

د پکتیا د امنیې قومانداني مسوولانو په دې غونډه کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د سختې مبارزې یادونه هم وکړه او په وینا یې، نه یوازې د هر ډول نشه‌يي توکو د کښت، بلکې د پېر او پلور او لېږد مخه یې هم نیولې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

پکتیا کې ولس ته د مسوولانو د حساب ورکولو دا غونډه د ګردېز ښاروالي په کوربه‌توب جوړه شوې وه چې د پکتیا د امنیې قومانداني او ځینو ملکي ریاستونو تر څنګ، د ګردېز ښاریانو، د ګذر وکیلانو او عامو خلکو هم ګډون کړی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام