د پکتیا امنیتي مسوولان: یوه کال کې د وژنې ۷۳ پېښې شوي

د پکتیا د امنیې قومانداني د امنیت آمر قاري اسلم کرامت په دې غونډه کې وویل چې د تېر یوه کال پر مهال په دغه ولایت کې د وژنې ۷۳ پېښې شوي او په تړاو یې ۹۴ نارینه او درې مېرمنې نیول شوې هم دي. نوموړی وايي یادې پېښې د بېلابېلو لاملونو له کبله شوې دي.

د چارو اداره: افغانستان باید د نړۍ د پاکو هېوادونو نوملړ کې شامل شي

د چارو ادارې مسوولانو نن د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل، که نړۍ په انصاف قضاوت وکړي، افغانستان باید د نړۍ د پاکو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړي.
د چارو ادارې د پالیسي او ارزونې مرستیال سیف‌الدین تایب په وینا، سره له دې چې فساد نه دی صفر شوی، خو هېواد کې لمنه ډېره ورټوله شوې ده.

د ا.ا په رسمیت نه پېژندل؛ متقي: هېوادونو سره رسمي تعامل لرو

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي چې دوی له نورو هېوادونو سره د اړیکو یو  نوی باب پرانېستی دی. نوموړي دغه څرګندونې نن کابل کې د یاد وزارت د کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وکړې. متقي دې ناسته کې زیاته کړه چې دوی اوس له ګڼ‌شمېر هېوادونو سره رسمي اړیکې لري.

یوناما: د ا.ا د واکمنېدو راهیسې افغانستان کې ۷۰۰ ملکیان وژل شوي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما دغه هېواد کې د اسلامي امارت د بیاواکمېدو راهیسې د بشري‌حقونو نقض په اړه نن خپل کلنی راپور خپور کړ.

په راپور کې راغلي چې افغانستان کې د اسلامي امارت د بیاواکمنېدو راپدېخوا په ترهګریزو بریدونو کې ۷۰۰ ملکیان وژل شوي او شاوخوا ۱۴۰۶ کسان ټپیان شوي دي.