افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما دغه هېواد کې د اسلامي امارت د بیاواکمېدو راهیسې د بشري‌حقونو نقض په اړه نن خپل کلنی راپور خپور کړ.

په راپور کې راغلي چې افغانستان کې د اسلامي امارت د بیاواکمنېدو راپدېخوا په ترهګریزو بریدونو کې ۷۰۰ ملکیان وژل شوي او شاوخوا ۱۴۰۶ کسان ټپیان شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یوناما په خپل کلني راپور کې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ مې د ۲۰۲۲ کال د جون تر ۱۵مې موده کې جوړ شوی، همداراز ویل شوي چې په تېرو لسو میاشتو کې د اسلامي امارت د سرپرست حکومت له لوري د ټول‌بښنې سربېره بیا هم دغه موده کې د ۱۶۰ خپل‌سریو وژنو او ۱۷۸ خپل‌سریو ناقانوني نیونو پېښې ثبت شوي دي.

په ورته مهال افغانستان کې د ملګرو‌ملتونو سیاسي استازولي یا (یوناما) سرپرست مارکس پوټزل افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه د یوناما کلنۍ راپور وړاندې کولو پرمهال کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې دغه هېواد کې یې د بشري او ښځو حقونو وضعیت په اړه د اسلامي امارت سرپرست حکومت سره خپلې اندېښنې او مشورې هم شریکې کړې دي.

پوټزل همداراز زیاته کړې چې دا مهال افغانستان کې شاوخوا ۲۵ میلیونه وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. مارکس پوټزل له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې په دې سختو شرایطو کې افغانان هېر نه کړي او په وینا یې، دغه هېواد سره لا ډېرې مرستې وکړي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولي سرپرست مارکس پوټزل ټينګار وکړ چې نړیوال بندیزونه باید د افغانانو پر ژوند منفي اغېز ونه کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت سرپرست حکومت تراوسه افغانستان کې د بشري‌ حقونو نقض په اړه د یوناما کلني راپور په اړه څه نه دي ویلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام