کابل کې د امریکا د بې‌پیلوټه هوايي برید کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل‌کېدو وروسته د چارو یو‌شمېر شنونکي وايي چې د نوموړي وژنه به نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت اړیکې خړې پړې کړي.

د دوی په اند که څه هم نړیوالې ټولنې په وار وار له اسلامي امارت غوښتنه کړې چې له ترهګرو ډلو سره به اړیکې پرې کوي، خو اسلامي امارت د القاعده ډلې ته په پناه ورکولو سره وښوده چې د نړۍ غوښتنو ته یې پام نه دی کړی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د چارو یو‌شمېر شنونکو سلام‌وطندار ته ویلي چې د اسلامي امارت دغه کړنه به د دوی د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندو بهیر نور هم وځنډوي.

د چارو شنونکي حکمت‌الله حکمت وویل: «په ټوله کې ښايي نړیواله ټولنه به له اسلامي امارت سره پر مالي مرستو، د رسمیت پېژندلو او اړیکو بیاکتنه وکړي او د رسمیت پېژندنې پروسه به هم وځنډوي.»

بل‌خوا د شنونکي په وینا، کابل کې د ایمن الظواهري وژل‌کېدو دا په ډاګه کړه چې اسلامي امارت له دې ډلې سره ډېرې نږدې اړیکې لري. شنونکي همداراز وايي چې د اسلامي امارت له لوري ایمن الظواهري ته پناه ورکول، د امریکا او اسلامي امارت له‌خوا د دوحې تړون څخه په ښکاره سرغړونه ده.

دوی له اسلامي امارت غواړي چې د ملي ګټو لپاره له القاعده ډلې سره خپلې اړیکې پرې کړي، څو نړیوال یو ځل بیا پر افغانانو باور ورکړي.

د سیاسي چارو شنونکي عزیز معارج سلام‌وطندار ته وویل: «دا ثابته شوه چې اسلامي امارت له القاعده سره نږدې اړیکې لري. د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د دوحې تړون کې دا یوه معاهده وه چې اسلامي امارت به افغانستان کې هېڅ ترهګرې ډلې او کس ته پناه نه ورکوي.»

نږدې څلور ورځې کېږي چې کابل کې د القاعده مشر ایمن الظواهري د وژنې په اړه راپورونه ورکړل شوي، خو د اسلامي امارت سرپرست حکومت تراوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد پرخپله ټوېټرپاڼه کابل کې د امریکا د بې‌پېلوټه الوتکې برید غندلی و او هغه یې د افغانستان له هوايي حریم سرغړونه بللې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام