د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ د کابل زړه کې پر یوه کور توغندیز بریدونه وشول چې ساعت وروسته د کورنیو چارو وزارت وویل، د کابل په شېرپور سیمه کې پر یوه تش هستوګنیز کور دوه توغندي لګېدلي او چا ته په‌کې زیان نه دی اوښتی.

له دغه برید دوه ورځې وروسته، د امریکا ولسمشر بېګاه ناوخته د یاد برید څرنګوالي او موخې څخه پرده پورته کړه. نوموړي په یوې ټلوېزیوني وینا کې وویل چې د دغه برید هدف د القاعده شبکې مشر و چې د کابل د لسمې حوزې اړوند «شېرپور» سیمه کې پر هغه کور شوی چې ایمن الظواهري په کې اوسېده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، د دې تر اثبات وروسته چې د القاعده شبکې مشر کابل ته د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره تللی، پر هغه د برید امر کړی دی.

نوموړي ویلي: «د افغانستان پلازمېنه کابل کې د امریکا د بریالي هوايي برید پایله کې د القاعده شبکې مشر ایمن ‌الظواهري ووژل شو. تاسو پوهېږئ چې ایمن الظواهري د اسامه بن‌لادن له نږدې خپلوانو څخه وو. هغه به تل بن‌لادن سره وو. د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر یوولسمې برید پرمهال هغه د القاعدې شبکې دویم کس شمېرل کېږي. هغه دغه برید کې مهم رول درلود. هغه د دغه چې پایله کې یې ۲زره او ۹۷۷ کسان ووژل شول، مسوول و.»

د امریکا د ولسمشر له دغه اعلان وروسته د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې خبرپاڼه کې د امریکا له‌خوا هوايي برید تایید کړی او هغه یې غندلی دی.

خو د اسلامي امارت چارواکو د راپور تر چمتو کېدو پورې د القاعده شبکې د مشر وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي او دې برخه کې یې د سلام‌وطندار پوښتنې ته هم ځواب ور نه‌کړ.

دا چې کابل کې د القاعده شبکې د مشر وژل کېدل به د افغانستان پر وضعیت څه اغېز ولري، دې برخه کې د چارو شنونکي په دې باور دي چې د هغه وژل کېدل به د اسلامي امارت د سرپرست حکومت اعتبار ته زیان ورسوي او د افغانستان پر وضعیت به منفي اغېز وکړي.

سیاسي شنونکي ویس‌ ناصري سلام‌وطندار ته ویلي چې کابل کې د ایمن الظواهري وژل کېدل به د افغانستان پر سیاسي او اقتصادي برخو منفي اغېزې وکړي.

د امریکا ولسمشر داسې مهال کابل کې د القاعده شبکې د مشر وژل کېدو څخه خبر ورکوي چې تر دوو اونیو کم وخت پاتې ترڅو د اسلامي امارت واکمنېدو څخه یو کال پوره شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ایمن‌الظواهري د وژل کېدو پېښه کې د اسلامي امارت سرپرست حکومت او امریکا یو بل د دوحې هوکړه کې د کړو ژمنو پر نقض تورن کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام