۷۱کلن ایمن الظواهري د ۱۹۵۱ میلادي کال د جون میاشتې په ۱۹مه نېټه د مصر پلازمېنه قاهره کې زېږېدلی چې پلار یې د طب پوهنتون استاد او نیکه یې د الازهر مسجد امام و.

یوشمیر هغو کسانو چې ۱۹۷۰ لسیزه کې د قاهرې پوهنتون د طب پوهنځي کې ایمن‌ الظواهري سره یو ځای د سترګو د جراحۍ په پوهنځي کې زده‌کړې کولای، ویلي چې هغه سینما ته تلو او موسیقي یې اوریده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه درې کاله د ناقانونه وسلې د درلودو له کبله مصر کې زنداني شو، خو له خوشې‌کېدو وروسته د القاعده دا مشر پاکستان ته ولاړ او د سره صلیب ادارې سره یې کار پیل کړ.

ظواهري پاکستان کې د هغه افغان مجاهدینو درملنه کوله چې په افغانستان کې له پخواني شوري ځواکونو سره په جګړې کې ټپي کېدل.

ایمن الظواهري د ۲۰۱۱ کال مې میاشت د پاکستان ایبټ‌اباد کې د امریکا ځانګړو عملیاتو کې د القاعده شبکې د بنسټګر او مخکیني مشر اسامه بن‌لادن له وژل کېدو وروسته د دې ډلې مشر شو. هغه مهال چې اسامه ژوندی و، الظواهري یې تر ټولو نږدې کس ګنل کېده.

ډېری په دې باور دي چې ایمن الظواهري د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې پېښې د بریدونو طرحه کوونکی او متفکر مغز و او امریکا د هغه پر سر د ۲۵ میلیونه ډالرو نغدي جایزه هم ټاکلې وه.

ایمن‌ الظواهري په وروستي ځل ۲۰۰۱ کال کې خوست کې لیدل شوی و او پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د ناټو له برید وروسته یې ډېر وخت د ځای په اړه معلومات نه وو.

ملګرو‌ملتونو د روان کال د مې میاشتو وروستیو کې ویلي و چې القاعده اسلامي امارت سره ټينګې اړیکي لري او مشر یې ايمن ‌الظواهري د ملا هبت‌الله  اخند‌زاده سره بیعت تازه کړی دی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون ماښام ناوخته  په یوې ویډیويي وینا کې وویل چې د القاعده شبکې دویم مشر ایمن الظواهري یې د تېرې یکشنې په ورځ د افغانستان پلازمېنې کابل کې د بې‌پیلوټه الوتکې برید کې وژلی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بایډن وویل، د دقیقې څارنې په پایله کې د القاعده د مشر د ځای له معلومولو وروسته یې نږدې یوه اوونۍ وړاندې د الظواهري په نښه کولو او وژلو منظوري ورکړې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام