Asset 1SWN

کابل کې پر هوايي ډګر او د مزاري پر تلین‌غونډې د راکېټي بریدونو عاملان ونیول شول

images-2-270x148

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د دغه ریاست ځانګړو ځواکونو په کابل ښار کې د حقاني شبکې او داعش ډلې پنځه‌کسیزه ډله نیولې ده.

دغه ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د حقاني شبکې او داعشیانو د دې هستې غړي یې د ۱۷مې امنیتي حوزې په اړونده سیمه کې نیولي دي.

د خبرپاڼه له مخې، دغه کسان جاوید، احمدمرید، روح‌الله، عبدالحفیظ او عبدالجبار نومېږي چې د کابل پر هوايي ډګر او عبدالعلي مزاري د تلین پر مراسمو یې د برید لپاره د راکېټونو د ساتلو، لېږد، ځای پرځای کولو، فعالولو او ویشتلو مسوولیت درلود.

د ملي امنیت عمومي ریاست دغه راز ویلي چې د ترهګرو یوه بله ښاري هسته یې هم په نښه کړې او ډېر ژر به یې ونیسي یا به یې هم موخه وګرځوي.

د ۱۳۹۷ کال د کب میاشتې په ۱۶مه په کابل ښار کې د عبدالعلي مزاري پر تلین‌غونډې راکېټي بریدونه وشول. په دغو بریدونو کې ۱۱ ملکیان ووژل شول او ۹۵ نور ټپیان شول.

دغه راز، د ۱۳۹۸ کال د کب په شپاړسمه د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د نوموړي پر تلین‌غونډې وسله‌وال برید وشو چې له کبله یې ۳۲ کسان ووژل شول او ۸۱ نور ټپیان شول.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام